کندهار:ځیني محلي پولیس له دندو لیري سوي
په ارغنداب ولسوالۍ کي ناسم چلنده محلي پولیسو له دندو ګوښه سوي
د کندهار د مرکزي ولسوالۍ ارغنداب سيمه ايز چارواکي وايي، چي ګڼ هغه سيمه ايز پولیسو يې له دندو ګوښه کړي، چي د خلکو سره يې ناسم چلند کاوه.
په دغه ولسوالۍ کي آن داسي پيښي سوي، چي محلي پولیسو عام خلک په وهلو، ټکولو کي وژلي دي.
که څه هم د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د محلي پولیسو په مټ د امنيت څخه برخمن سوه، خو هلته د سيمه ايزو پولیسو ناوړه چلند هم د زغم وړ نه دی.
اوسمهال د ارغنداب په دوه اويا کليو کي شاوخوا ۳۷۵ سيمه ايز پولیس فعاليت لري، د خلکو په چارو کي د لاسوهني ترڅنګ خلک وهي او ټکوي.
خو د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وايي، چي د تېرو څو مياشتو راهیسې يې په دې برخه کي د اصلاحاتو راوستلو په لړۍ کي زيات شمېر دغه ډول پولیسو له دندو ګوښه کړي دي.
هغه زياته کړه، چي د خلکو د شکايتونو پر بنسټ يې اڼ د شوين سيمه کي ټول پولیس له دندو ګوښه او پر ځای يې نور محلي پولیس ګمارلي.
په ارغنداب ولسوالۍ کي د محلي پولیسو په وړاندي زياتي ستونزي هم راپورته سوي دی.
ځآيي چارواکي وايي، چي دغه ستونزي د دولت له لوري هغوئ ته د معاش ناوخت ورکول او د اعاشې نه ورکړه ده.
د ارغنداب ولسوال په دې اړه اندېښمن دی او زياتوي، چي د محلي پولیسو پرته د امنيت ساتنه سخته ده.
اوس مهال محلي پولیسو ته نهه زره افغانۍ معاش او اعياشه ټاکل سوې ده، خو په يوه کال کي د ډوډۍ او چښاک په نوم هيڅ هم نه دي ورکړل سوي.
په نورو ولسواليو کي محلي پولیس د همدې ستونزي له امله ډودۍ او خواړه د سيمي له کورونو اخلي.