کابل:د انسان تښتونکو د ډلي مهم مشر نیول سوی دی

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 15th, 2014


یو شمېر رسنیو د ځینو امنیتي چارواکو له قول خبر ورکړي،چی د انسان تښتونکو د ډلي مهم قوماندان رئيس خدای داد نن په کابل ولایت کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول سوی دئ
تر اوسه په دې اړه سپړلي جزیات رسنیو ته په واک کي نه دي ور کول سوي،خو ټاکل سوې وه،یاد کس ماپښین مهال رسنیو ته ښودل سوی وای،خو تر اوسه دا ناسته نده ترسره سوې
.د ویلو ده،چي په دې وروستیو کي په هيواد کي د جنايي پیښو ګراف لوړسوي،چي چارواکي يې هم په اړه د ځانګړو تدابیرو د طرح کولو خبر ورکوي
دا په داسي حال کی ده،چی نن د کابل د استیناف محکمې په پغمان ولسوالۍ کې د جنسي تیري او غلا په تور د ۷ کسانو له ډلې پنځه تنه په اعدام او دوه نور يې د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم کړل.
چارواکي خبرداری ورکوي،چي د قانون ماتونکو په وړاندي به له جدیت څخه کار واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024