زابل والي: اوس هم په ولسواليو کي قضايي ارګانونه غير فعاله دي

د لراوبر اداره | سپتمبر 20th, 2014


دزابل والي وايي چي اوس هم ددې ولایت په ډیری ولسوالیو کي دعدلي اوقضايي ارګانونو دفعالولو دپاره امکانات ندي برابرشوي او باید پدې اړوند کوټلي ګامونه پورته شي بل لورته بیا دزابل داستیناف څارنوالۍ نوی رئیس ډاډ ورکوي چي ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کي به عدلي او قضايي ارګانونه فعال او داداري فساد په وړاندي په سخته مبارزه پیل کړي؛
نن د زابل ولایت د څارانوالۍ په انګړ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دې ولایت ته د استیناف نوی څارانوال ښاغلی وزیر محمد جلالي وه دولتي چارواکو او قومي سپین ږیرو ته وروپېژندل سو.

په همدې مناسبت په جوړو سویو مراسمو کې لومړی د زابل والي الحاج محمد اشرف ناصري د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې او د زابل د استیناف د مخکیني څارانوال عبدالغفار افضلي فعالیتونه او هڅې یې وستایلې..

ښاغلي ناصري هیله وښوده چې د استیناف نوی څارانوال به په دې ولایت کې د مخکینۍ تجربې په لرلو سره دا اداره لا هم پیاوړې کړي او د کارپوه څارانوالانو په ګمارلو سره به په دې اداره کې د مرکز او ولسوالیو په کچه شته خلاوې ډکې او موجودې ستونزې هوارې کړي

د غونډې پرمهال د زابل د استیناف څارنوالي لپاره نوي ټاکل سوي څارانوال وزیر محمد جلالي خبرې وکړې او د فساد او بې عدالتیو په وړاندې یې د مبارزې ژمنه وکړه.

ښاغلي جلالي پر دولتي ادارو او خلکو ږغ وکړ چې د قانون په تطبیق او د سرغړوونکو په نیولو او مجازات کې ورسره همکاري وکړي ترڅو ټولنه اصلاح او عدالت پلی سي.

وزیرمحمد جلالي څه وخت وړاندې هم په دې ولایت کې د څو کلونو لپاره د څارانوال په توګه دنده اجرا کړې او د زابل له ولسونو سره ښې اړیکي لري چې نن هم د غونډې ګډونوالو د نوموړي د ژمنو ملاتړ وکړ …

Copyright Larawbar 2007-2024