ارمان

د لراوبر اداره | جون 18th, 2008



دواړه ناست وئ په بیړۍ کې دساحل په لورې تللئ
توپاني سمندر منځ کې خپل منزل په لورې تللئ

دتورونو له نړۍ نه چیرې وړاندې وئ روان
چیرې لرې له دې ښاره یو ځنګل په لورې تللئ

یوه وړه شانته جونګړه مو وئ خپله جوړه کړې
چې يي واک زمونږه خپل وئ خپل بورجل په لورې تللئ

بې هدفه منزل ورک کړه لکه مونږ چې په کې ورک شو
چې موزړونه په کې خوښ وئ خپل درشل په لورې تللئ

نه اغیار وئ نه ساقي وئ نه رویبار ته ضرورت وئ
بس یاران وئ محبت وي تاجمحل په لورې تللئ

تا ماته راکتلئ اوزه ستا په مخ کې ورک وئ
ستا زلفې مې شمیرلئ یو دبل په لورې تللئ

آرمان دئ خدمتګاره چې یاران درته راټول وئ
چي جګړې اوشخړې نه وئ دکابل په لورې تللئ

Copyright Larawbar 2007-2024