کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۲۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۲۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۲۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۶ تنه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې لیکل سوی دی چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، تخار، کندوز، فارياب، کندهار، زابل، لغمان، پروان، کاپيسا، پکتيا او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.