کور / تازه خبرونه / په تیرو دوو میاشتو کي کندهار ښاروالۍ دوه ټنه خوراکي توکي نیولي دي

په تیرو دوو میاشتو کي کندهار ښاروالۍ دوه ټنه خوراکي توکي نیولي دي

کندهارښاروالۍ د تیرو دومیاشتو په موده کی دوه ټنه تروخت تیرخوراکي توکي نیولي او ترڅنګ یې دښاري نظم تخلف کوونکي ۱۵۰۰۰۰(یوسل او پینځوس) زره افغانۍ جریمه کړي .

کندهارښاروالۍ چي روزمره دښاري مراقبت په برخه کي لاسته راوړني لري په دې اوروستیو دوو میاشتو کي توانېدلې ده چي دوه ټنه تروخت تیرخوراکي توکي چي پکښي مشروباط او نورخوراکي توکي لکه لوبیا، نخود ، کیک اونور شامل دی اوترڅنګ یي دښاري نظم هغه تخلف کوونکي لکه هوټلونه، سوداګریز ځایونه ، خوراکه پلورنځاني اونور هغه ښاري تخلفین کوم چي ښاري چاپیریال ته یي صدمه رسولې وه اودخپل کاري پلان پراساس یي ښاري اوصول نه وه مراعت کړې هم جریمه کړي اوترڅنګ یي دپاکۍ لاښونه هم ورته کړې ده ولي بیایي هم پرښاریانو ږغ دی چي دخپلي ښاروالۍ سره په هرو حالاتوکي همکاره سي ترڅوکندهار ښاروالۍ وکولای سي خپلو شریفو او پتمنو ښاریانوته لابهتره خدمات وړاندي کړي