کور / خبرتیا او پيغامونه / په بلجیم کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا

په بلجیم کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا

د بلـــجیم په انتورپن ښار کې افغان کلتوري ټولنه د لوی اخــتر د رارسېدلو له امــله ټولو هېوادولو، د نړۍ مسلمانانو او بلجیم مېشتو افغــــــانانو ته د زړه له کومي مبارکې وړاندي کوي او له پاک الله (ج) څخه ټولو ته خوشاله او نېکمرغه اختر غواړي.
د انتورپن او شاوخوا مېشتو افغانانو ته په ډېر درنـــــښت خبر ورکول کیږي چې د لوی اختر لمونځ د افغانانو په جامع جومات کې په لاندې پته او وخت ادا کیږي.
د لمـــــــانځه وخت :
لومــړۍ جمع: په نهه (۹) بجو
دوهمـــــه جمع: په نهه بجــــــــــو او دیرش دقیقــــــــو ۹:۳۰
وخت : د شنبې په ورځ د اکتوبر څلورمه (۴)
د لمانځه ځای او پته: د افغانانو جامع جومات، انتورپن، بلجیم
jan palfijnstraat 25
2060 Antwerpen
Belgium
اختر مو مبارک شه