امريكا: كوريا دي د اټومي پروګرام معلومات چين ته وركړي

34 | جون 19th, 2008



د امريكا د بهرنيو چارو وزيري ډاكټري كاندوليزا رايس پر شمالي كوريا ږغ وكړ، چي ژر تر ژره د خپل اټومي پروګرام د بندېدو په باب راپور چين ته وړاندي كړي.
كاندوليزا رايس وايي چين به پر دې معلوماتو څېړنه وكړي، كه د شمالي كوريا راپور غلت وخوت، امريكا به خپلو اقتصادي بنديزونو ته دوام وركوي.
بلي خوا ته د چين، جاپان، شمالي كوريا، جنوبي كوريا، روسيې او امريكا له هيوادونو د جوړ كمېسون غونډه په چين كي ترسره كېدونكې ده، چي د شمالي كوريا د اټومي پروګرام څېړنه كوي.
دې غونډي ته د امريكا استازى كسټوفرهل هم ورغلى دئ، تمه كېږي نوموړي به د جنوبي كوريا او جاپان له چارواكو سره هم وويني.
په چين كي د امريكا سفارت چارواكي وايي كه شمالي كوريا رښتيا خپل اټومي پروګرام درولى وي، نو ډېر ژر به امريكا له خوا پر دغه هيواد لګېدلي اقتصادي بنديزونه ليري سي.

Copyright Larawbar 2007-2024