پاکستاني طالبانو د “اسلامي دولت” ملاتړ اعلان کړ

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 5th, 2014


اسلام اباد:دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو په سوریې او عراق کې د “اسلامي دولت” وسله والې ډلې د ملاتړ اعلان کړی دی.د پاکستانیو طالبانو غورځنګ د اختر په تړاو خپل پیغام کې په سوریې او عراق کې پر اسلامپالو جنګیالیو غږ کړی، چې د دوی په وینا د امریکا په مشرۍ ایتلافي دښمن پر وړاندې سره یو موټی شي.په سیمه کې خبریالان وايي، که څه هم تر اوسه پورې د دغو دواړو ډلو تر منځ د همکارۍ کره شواهد نشته، خو په دې وروستیو کې د پېښور په ګډون ځینو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې د ملاتړ لپاره ځینې شپې پاڼې خپرې شوې دي.پاکستاني طالبانو خپل دغه پیغام په اردو، پښتو او عربي ژبو خپور کړی او په ترڅ کې یې ویلي، چې دوی د “اسلامي دولت” ډلې د موخو بشپړ ملاتړ کوي او ژمنه یې کړې، چې د دغې ډلې د ملاتړ لپاره به جنګیالي ور استوي او له هرې شونې لارې به یې مرسته کوي.د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر په مناسبت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، اوس د “دښمن” – امریکا پرضد د یو موټی کېدو وخت رارسېدلی دی. د تېرې شنبې ورځې دغه اعلامیه د “تحریک طالبان پاکستان” د مشر مولانا فضل الله له خوا چمتو او د هغه د ویاند له لوري خپره شوې ده. په اعلامیه کې له “اسلامي دولت” ډلې په عراق او سوریه کې غوښتل شوي “موږ د دښمن پروړاندې ستاسې پر بریاوو ویاړو. موږ په هر وخت کې له تاسو سره یو.””په دې ستونزمنو ورځو کې، موږ له تاسو غواړو چې له زغمه کار واخلئ او د خپل دښمن پروړاندې یو موټی شئ، لکه څرنګه چې ستاسو دښمنان هم ستاسو پرواندې متحد شوي دي. سیالۍ باید پرېږدئ. “په اعلامیه کې د نړۍ مسلمانانو ته ویل شوي “موږ له تاسو سره یو او له خپل وس سره سم به مو مرستې ته ځانونه ورسوو. “په اسلام اباد کې خبریاله شیما خلیل وايي، ډېر لږ داسې ثبوتونه شته، چې د “اسلامي دولت” او پاکستاني طالبانو ترمنځ دې دا ډول هوکړه وشي.، د پاکستان شمال لوېديځ پېښور ښار د “اسلامي دولت” د خواخوږو له لوري ځینې ویناپاڼې خپرې شوې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024