کور / طنز / تازه خبر افغانستان له جرمني سره وصل سو

تازه خبر افغانستان له جرمني سره وصل سو

تر ډيرو هلو ځلو وروسته افغانان پدې و توانيده چي افغانستان له المان هيواد سره وصل کړي .

د افغانستان جنوب ولايت کندهار چي تر بل هر ولايت پکښي د وړ او استعداد لرونکو چارواکو شمير زيات دى داسي کسان هم پيدا سوي چي د يوه نوي پلان له مخي غواړي دا ولايت د جرمني سره د يو تونل (نغم) کيندلو په مرسته وصل کړي ، په کندهار کي ډاکتر سيد جان خاکريزوال چي د پلان جوړولو اصلي طراح دى پخپلو خبرو کي ويلي چي دا نغم به د کندهار د لويي ويالي څخه سرچينه اخلي آن د جرمني مرکز برلين کي به را پورته کيږي پدې نغم کي به د موټرونو سړک ترڅنګ ميټرو هم وجود ولري ،
ډاکتر سيد جان خاکريزوال طرحه په لاس کي لري او يواځي د ولسمشر غني امضاء ته منتظر دى څو کار پيل کړي ، خاکريزوال زياته کړه چي ددې نغم کارونه به دومره مخفي او چټک پرمخ يووړل سي چي پدغه پراخ واټن کي پراته ټول هيوادونه به هيڅ خبر نسي .
ډاکتر صاحب خاکريزوال زياته کړه چي دې ته ورته نوري طرحي هم په لاس کي لري چي کولاى سي نه يواځي کندهار بلکي ټول افغانستان څخه په يو کال کي جاپان جوړ کي .

بل خوا ولسمشر غني او د المان سيدراعظم د ډاکتر خاکريزوال دا نيک اقدام او لويه طرحه ستايلي او خوشبينه دي چي افغانستان به ډير ژر له اروپايي اتحاديې سره و نښلول سي .

تردې دمه ډاکتر خاکريزوال 121 واره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازي يانکوبيش سره 122 ځله يې د بانکيمون سره او 123 ځله يې د اوباما سره په سپينه ماڼۍ کي کتلي .

کله چي مو د خاکريزوال څخه د مسافرينو د تنفوسي سيسټم په اړه و پوښتل په جواب کي ويل موږ نوري طرحي هم لرو او ځيني طرحي لا تر کار لاندي دي يو طرحه مو داده چي يو ډول کفسول مو جوړ کړى چي څوک يې وخوري بيا کولاى سي 48 ساعته غير له اکسيجن اخيستلو پر خپل نورمل حالت پاته سي ، او ددې کفسول دولس دانه ايز پاکټ بيه يواځي 1 افغانۍ ده ،

د يادوني وړ ده چي خاکريزوال لومړنى کس دى چي په سپينه ماڼۍ کي يې نصوار کړي او هلته تووف کړي وو چي له عمله يې نصوار نړيوال بازار پيدا کى .
ښاغلي خاکريزوال د ښوونځۍ کلک کاغذي سند د ډايکونډي ولايت څخه په لاس کي لري او دا محال په ملالۍ پوهنتون کي د حقوقو پوهنځۍ محصيل دى ،و پراخ عقل او ذکاوت ته يې اکثره وخت استادان هم عاجزه سي .

طنز -عزيز احمد عزيزي