زابل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمېر خبریالان وستایل

حاجی پوپل | اکتوبر 11th, 2014


زابل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمېر خبریالان وستایل

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالمقیم افغان د خپلو خبرو پرمهال د خبریالانو رول په ټولنه کې ډېر مهم وباله او له هغو خبریالانو یې مننه وکړه چې د ژورنالیزم اصولو او په خپل مسلک کې بې پرېتوب ته ژمن پاتې سوي دي.

پر همدې مهال د زابل د خبریالانو د ټولنې مشر احمدولي سرحدي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې کار ستاینه وکړه او پر خبریالانو یې ږغ وکړ چې د تېر په څېر خپل مسلک او اصولو ته وفادار پاتې سي او د هیڅ یوې کړۍ تر اغېز لاندې رانه سي.

صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام

Copyright Larawbar 2007-2024