د پاکستان پوځ ۲۱ “وسله وال” وژلي دي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 12th, 2014


اسلام ا باد دبي بي سي د خبر له مخې دخېبر ایجنسۍ په کوکي خیلو او دشمالي وزیرستان په دته خیلو کې د پاکستان د پوځ دبمباریو له امله ۲۱ “وسله وال” وژل شوی دي.په بمبارۍ کې پاکستاني طالبان او “لشکر اسلام” وسله وال په نښه شوې دي. د پاکستان د پوځ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، ۱۰ وسله وال په خیبر ایجنسۍ او ۱۱ د شمالي وزیرستان د دته خېلو سیمه کې وژل شوي دي.حکومتي او استخباراتي سرچینو د وسله والو دغه وژنه تایید کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024