ژمن او په کار پوه وزیران به ټاکم

عطاالله محمدي | اکتوبر 12th, 2014


“ژمن او په کار پوه وزیران به ټاکم”
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډيره د نوې کابینې په اړه د ولسمشر اشرف غني احمدزي د څرګندونو او د پلچرخي محبس د زندانیانو په ارتباط لیکنې کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې په لومړي مخ کې د نوې کابینې په اړه د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي له قوله لیکلي چې؛ ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي: نوې کابینه به د لوړې تر مراسمو پنځه څلویښت ورځې وروسته جوړه شي.

د مطلب په دوام کې د ښاغلي محمدي په حواله راغلي چې؛ وایي، د کابینې په جوړېدو کې د ځنډ لامل د موازي ادارو او وزارتخانو موجودیت دی چې؛ لومړی باید په دې برخه کې اصلاحات راشي او وروسته به کابینه جوړیږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په دې اړه د ولسمشر په حواله یو مطلب لیکلی چې؛ عنوان یې دی، ژمن او پرکار پوه وزیران به ټاکم.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه هم د رسنیو له استازو سره د لیدو پر مهال په دې اړه د ولسمشر څرګندونې نقلوي چې وايي؛ نه غواړم کمزوري او ضعیف کسان په وزارتونو او ادارو کې په دندو و ګومارم.

سرنوشت:

سرنوشت په خپل یو مطلب کې لیکي چې؛ ولسمشر احمدزي لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې تر راتلونکې دوشنبې پورې د څرخي پله د زندانیانو دوسیې وڅيړي او پایلي یې د هغه پر میز کیږدي.

ورځپاڼه په مطلب کې د پلچرخي له زندانه د ولسمشر احمدزي د وروستۍ لیدنې پر مهال له نوموړي د زندانیانو غوښتنو ته اشاره کوي چې؛ ترې غواړي د دوي برخلیک دي وټاکل شي.

ویسا:

ویسا بیا په خپل یو مطلب کې لیکي چې، لویه څارنوالي په یوه اونۍ کې د څرخي پله د زندانیانو د دوسیو څیړل پای ته رسوي.

په ورځپاڼه کې دغه راز راغلي چې؛ ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي چې؛ د زندانیانو د دوسیو او اسنادو د څیړنې لپاره به یو صلاحیت لرونکی پلاوی وټاکي او څو میاشتې وروسته به بیا دغه زندان ته ورشي او له زندانیانو سره به وګوري.

خو د ورځپاڼې په حواله، ولسمشر دغه راز ویلي، هر چا چې د امنیتي ځواکونو منسوبین او د دې خاورې زامن وژلي او د دې هیواد مدرسې او ښونځي ورانوي باید چې جزا ورکړل شي.

سرنوشت:

سرنوشت آزادې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د کابل بانک په قضیې کې د ښکیلو کسانو د نیولو په اړه له انټرپوله د افغانستان د لویې څارنوالۍ د غوښتنې په هلکه یو مطلب لیکلی دی.

په مطلب کې راغلي چې، د کابل بانک په قضیې کې د ښکیلو نولسو کسانو له ډلې یو شمیر یې په بهر کې دي چې؛ د نیولو لپاره یې له انټرپوله مرسته غوښتل شوې ده.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د هغې غوښتنې په اړه یو مطلب لیکلی دی؛ چې په کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي دي عبدالقدیر فطرت بیرته هیواد ته راستون کړي.

په مطلب کې دغه راز راغلي چې؛ امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د ملي بانک مشر محب الله صافی؛ چې ویل کیږي، د کابل بانک په مساله کې لاس لري او غوښتل یې له هیواده وتښتي، نیولی دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د ملي بانک د یوه مسوول په حواله زیاتوي؛ چې وايي، د ښاغلي صافي نیونه رښتیا نه ده او نوموړي د مالیې له وزیر څخه اجازه غوښتي وه څو د شخصي کارونو په خاطر کونړ ته سفر وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024