کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتنې ملالي يوسفزۍ ته د مبارکۍ پيغام

پښتنې ملالي يوسفزۍ ته د مبارکۍ پيغام

پښتنې ملالي يوسفزۍ ته د نوبل د سولي د نړيوالي معتبري جايزې ورکړه، د ټولو لر او بر پښتنو له پاره د ډير وياړ خبره ده. په ريښتيا هم چي ملالي يوسفزۍ د ماشومانو د تعليم او زده کړي په برخه کي په ډيرو بدو او خطرناکو حالاتو کي ډيري هڅي کړي دي، تر څو ماشومان د زده کړي و خوا ته و هڅوي. او په دغه لاره کي، دې نابغه پښتنې په ډيره زړه ورتيا مبارزه کړې ده، نو ځکه بايد ددې لاري مخکښه هم وبلل سي.
د ملا لي دا وينا چي « يو کتاب، يو قلم ، يو شاګرد او يو معلم کولای سي، چي ټولي نړۍ ته تغير ور کړي. » ټول نړيوال را ويښ کړل. او په عين وخت کې د جهالت ساتونکو او د تعليم د ښمنانو ته د خنجر وار ور کړ.
په مالمو کي افغاني کلتوري اتحاديه ملالي يوسفزۍ ته ددې نړيوالي معتبري جايزې ګټل او هم دا ډول ټولو لر او بر پښتنو ته ددې ستر وياړ مبارکي وايي. او د خدای له درباره ملالي ته ښه صحت ، اوږد ژوند او په خپله مبارزه کي نوري برياوي هم غواړي.
په درنښت
د افغاني کلتوري اتحاديې هيئت رئيسه
مالمو ـــ ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴ کال