کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي او ۱۵ نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننگرهار، کندهار، ميدان وردګ، زابل، جوزجان، کاپيسا، بغلان او کندوز ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام