کور / تازه خبرونه / کندهار والي ته د ترکيې د تګ بلنه ورکول سوه

کندهار والي ته د ترکيې د تګ بلنه ورکول سوه

په کندهار کي د شاه حسين هوتک افغان ترک عالي لېسې عمومي مدير له کندهار والي څخه وغوښتل چي د ده په شمول يو شمېر افغان تجاران له دغه هيواد څخه ليدنه وکړي.

نن تر غرمې مخکي د شاه حسين هوتک افغان ترک عالي لېسې مدير مراد تسون له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل. ښاغلي مراد تسون له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي د کندهار د يو شمېر تجارانو په ګډون دي له دغه هيواد څخه ليدنه وکړي. ښاغلي تسون وويل دوى ته به د ترکيې د زراعتي محصولاتو او خوراکي موادو په هکله معلومات ورکول سي او دارنګه به يو شمېر ماشينونه ورته وښوول سي چي د دغه هيواد کروندګر استفاده ورڅخه کوي. نوموړي وويل ترکيه غواړي په راتلونکي کي له افغان تجارانو سره تجارتي اړيکي ولري.

ښاغلي تسون داراز زياته کړه چي په نژدې راتلونکي کي به په ترکيه کي د افغان محصلينو لپاره يوه پراخه ليليه جوړه کړي، تر څو افغان محصلين پکي واوسي. نوموړي وويل ترکيه په نژدې راتلونکي کي پلان لري چي د افغان محصلينو لپاره د دغه هيواد د دولتي پوهنتونونو د امادګۍ لپاره يو کورس جوړ کړي، تر څو افغان ځوانان وکولاى سي د ترکيې په دولتي پوهنتونونو کي زده کړه وکړي. د تسون په خبره د ترکيې د دولتي پوهنتونونو علمي سويه ډېره لوړه ده او د زده کړو مصارف پکي کم دي. دى زياتوي چي په دولتي پوهنتونونو کي له محصلينو څخه له کاله يوازي څلور يا تر پنځه سوه ډالر اخيستل کيږي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ترکيې له بلني څخه مننه وکړه او ويې ويل چي دا د تجارت په برخه کي يو ښه ابتکار او نوښت دى. هغه زياته کړه پخوا د افغان تجارانو د تجارت ساحه ډېره محدوده وه، خو د دې نوښت په مرسته به افغان او ترکي تجاران له يو-بل سره قوي تجارتي اړيکي ولري. د ويسا په خبره چي له دې سره به افغان تجاران خپل محصولات د نورو هيوادونو تر څنګ ترکيې ته هم وړي.

والي وويل د افغانستان او ترکيې دوستي اوږد تاريخ لري او ترکيې ګڼ شمېر افغانان په علمي ډګرونو کي روزلي دي. ښاغلي ويسا زياته کړه چي ترکيې د افغان معلمينو په روزلو کي نه هېرېدونکي هلي ځلي کړي او له پخوا راهيسي ژبني و مذهبي روابط لري. کندهار والي داراز هيله وښوده چي که د کندهار يو شمېر ملاامامانو ته په ترکيه کي د ديني زده کړو زمينه برابره سي او هغوى هلته وروزل سي، نو له دې سره به د ملاامامانو په پوهه او علميت کي لوى تغير راسي. هغه د يو شمېر مېرمنو يادونه وکړه چي په کندهار کي زيات شمېر مېرمني غواړي ديني زده کړه وکړي، خو دلته دومره امکانات نه سته لکه په ترکيه. که دغه هيواد د افغان مېرمنو د ديني زده کړو زمينه برابره کړي، دا به له کندهار سره په علمي ډګر کي لويه مرسته وي. نوموړي دارنګه هيله څرګنده کړه چي دغه هيواد د کندهار له ځوانانو سره د سپورټ په برخه کي خپل امکانات او تجارب شريک کړي، نو دا به لويه مرسته وي. والي غوښتنه وکړه چي د کندهار د ورزشکارانو لپاره دي ترکيې ته د تګ راتګ زمينه برابره سي، تر څو دوى وکولاى سي له نړيوال معيار سره سم د سپورټ په برخه کي پرمختګ وکړي.