کور / تازه خبرونه / د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه

د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه

ته که یې نه منې دنیا یې مني


سعید ګوهر سعید ګوهر دی اشنا


 د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا  د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا  د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا  د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا


د پښتو ادبي ملګري بوری په اهتمام دوه ورځنی سیمینار ۱۵م او۱۶م جون ۲۰۰۸م د یکشنبې په ورځ د سعید ګوهر پر فن اوشخصیت باندي دوه ورځنیۍ لمانځن غونډه د ماځیګر پر ۶:۰۰بجې پیل شوه. د دې لمانځنغونډي پیل د بوري په ایالتي شورا تالار کي د جماالدین مسافر په تلاوت کولو سره پیل شو.ده لومړنۍ برخي مشر توب وه ایالتی ناظم جهانزیب لوڼي ته ورکړل سو اوپه صدارتي مجلس کي سعید ګوهر .قبائلي مشر نورالله شبوزئ او کوربه سید خیر محمد عارف صیب ناست وؤ.لومړی سید خیر محمد عارف د پښتو ادبي ملګري بوري خپل مکمل د کارکردګی راپور وړاندي کړ او پس له دې  په صدارتي مجلس کي ناستو تولو میلمنو اوکوربنو په خپل وار سره خپلي ویناوي د ګوهر صیب په هکله وکړلې خو په اخر کي د مجلس مشر جهانزیب لوڼي په خپله درنه وینا کي سعید ګوهر وه ستایه او ورسره یې د پښتو ادبي ملګري بوري وستایل او زیاته یې کړه چي دې:


د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا


 ځوانانو د پښتو ادب له پاره په زړه پوری ګامونه اخستي دي او هر وخت د ډیري ستایني وړ دي هم له دې او د زیاته کړه چی زه به په خپل همت که زه تاظم وؤم او نه ،ؤم زه به د بوري له دې ځوانانو سره هر کله خپله مرسته دوامي لرم ولي چی پښتو زموږ ژبه د او پر موږ او هر پښتون یې خدمت فرض دی د یادوني وړ د چي نوموړي څه موده مخکي له پښتو ادبي ملګرو بوري سره په سکاري توګه د یو لکو ۱۰۰۰۰۰ روپیو مقد ه مرسته کړې وه چی واقعي  د پښتو د خد مت له پاره د ډیر لوي څه برابري لري :سره دا اوله برخه پاي ته وه رسېدله اوده ماښام له لمانځه پس د دې لړی دوهمه برخه چي د مقالو له پاره ځنګړې وه پیل شوه چی صدارت یې محترم پروفیسر سلیم راز کولو.دروند میلمه یې پوهاند محترم سیال کاکړ صیب وؤ ورسره د میلمنو په طاهر آپریدي صیب.اسیرمنګل صیب او سعیدګوهر صیب ناست وؤ په د دې برخي هم په تلاوت کلام پاک سره وشو چي د تلاوت سعادت کریم عامر ته ورپه برخه شو.


د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا


په دې برخه کي لومړی محترم سرور سودائي چي د ګوهر صیب څلویښت کلن ادبي ملګری او ښه دوست دې خپله وینااو خاطرې وه ګوهر صیب ته وه بخښلې او بیا کریم عامر مقاله د :ده سعید ګوهر په شاعری کي دوستانه رنګ : تر سر لیک لاندي خوندوره مقاله وړاندي کړه چي د ګوهرده شخصیت دا اړخ یې اوریدونکو ته وړاندی کړ. دوهمه مقاله د طائر ځلاند وه چي :سعیدګوهر د نوي معیارونو سفیر : تر سر لیک لاندي یې لیکلې وه په چابک او خواږه انداز یې وړاندي کړه او واقعن ګوهر یې په خپله دغه مقاله کي ډیر لوړ او پیاوړی کړ. دریمه مقاله د ډاکترلیاقت تابان وه چي :ده ګوهر د غزلي درې اړخونه: تر سر لیک لاندي  وړاندي کړه چي څه ډیر ټیکنیکل اړخ ته یې هم د اوریدونکو توجه واړوله. په منځ کي روؤف رفیقي صیب چي د مقالې پر ځاي یې خپله لنډه مګرمغزنه وینا چی د ګوهر او د رفیقي د ژوند د ګډ سفر ذکر په کي له ورایه بریښیدوواوروله. هم دا رنګه ممتاز حسن چي له هشنغره راغلی وؤ خپله مقاله د : شاعر نقاداو محقق سعیدګوهر: تر سر لیک لاندي وه وړاندي کړه او په آ خرکي د کوربه په حیث رازق فهیم صیب د ګډنوالوشکریه اداکیدو سره سره یې د دې برخي د اختتام اعلان وکړ چی دا مهال د شپې ۱۱:۰۰بجې وخت وؤ.


د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا


هم دغه رنګه په دوهم سهارده دوشنبې په ورځ پر نه ۹بجې د دې لمانځنغونډي  دریمه برخه چی بیا د مقالو له پاره ځانګړې وه پیل شو د دې پیل هم حسب معمول د قران کریم په مبارکوآیاتو سره کریم عامر پیل کړه او صدارت یې محترم افسانه نګار طاهر آپریدي کاوؤ او میلمانه سلیم بنګش.لیاقت تابان. اشرف غمګین او سعید ګوهر صیب ناست وؤ. چی اوله مقاله یې محترم سیر رهبر صیب وړاندي کړه چي هیڅ سر لیک یې نه درلوداوهر اړخیځه مقاله وه.ذوهمه مقاله محترم خلیل باور صیب چي :


د سعید ګوهر د فن داخل پسندي: تر سر لیک لاندي وه وړاندی کړه چي دا هم داسي مقاله وه چي باور ډیر په رښتیا سره د حق اداکولو کوشش کړې هم وؤ او ادا یې هم کړ. پوهاند سیال کاکړ چي :ده پښتو شعر و ادب ته د ګوهر پیرزویني: تر سر لیک لاندي ډیر تفصیلي مقاله وړاندي کړه.هم دا رنګه اشرف غمګین خپلي خاطرې په وینا کولو ګوهر ته وړاندي کړې. له دې پس ماښام خټک چي د :تسلیس: په نامه نظم یې تجزیاتي جاج اخیستلو خبله مفاله وړاندي کړه.بیا فاروق سرور خپله په زړه پوري افسانه چی له ګوهر صیب سره منسوبه وه وړاندی کړه.خالدپښتون چي د مقالې سر لیک یې نه وؤ خپله مقاله وړاندي کړه.بیا اسیر منګل صیب مقاله چی د : بوره ونه (شنډه ونه): تر سر لیک لاندي یو تاثر وؤ وړاندي کړ.محمود ایاز چی د ګوهر صیب کشر ورور هم دې خپله مقاله لیکلې او راوړې وه چي سر لیک یې :مشرقي وجودیت په تناظر کي: خو د وخت د کمی له وجي یې نه واور وله. بیا سید خیر محمد عارف صیب خپله مقاله د :د سعید ګوهر د شاعری تصوراتي جاج: تر سر لیک لاندي خپله اوږده مقاله په اختصار سره وړاندي کړه.سلیم بنګش صیب هم خپله په زړه پوري مقاله چي سر لیک یې نه دې بیان کړې پیش کړه او وه ګوهر ته یې ډیر ځاي پکي ورکړې وؤ وړاندي کړه.


د محترم سعید ګوهر صیب په ویاړ دوه ورځنۍ لمانځنغونډه - راپور : محب الله خان شېراز - پښتونخوا


 او آخرنۍ مقاله د پروفیسر روشنفکرادیب محتر سلیم راز صیب :سعیدګوهر د مظاهمتي رویئې شاعر: تر سر لیک لاندي وړاندی کړه.ده مجلس  صدارتي وینا محترم طاهر اپریدي صیب وکړه .دې ټولو لیکوالانو اومقاله نګارانو په مجمو عي ډول د ګوهر د پښتو او ادب له پاره د ډیرو لویو خدمتونو .ده د د میلمه پالني .رښتین ګوئي ،مخلصتیا اعتراف وکړ.اوله دې پس ګوهر صیب د ټو لو لیکوالو .مقاله نګارو او د پښتو ادبي ملګري بوري یې  په خاص ډول شکریه ادا کړه او زیاته یې کړه ؛؛چي ما هیڅ نه ارزول او نه زه دومره غټ شاهکار یم چي  تاسو ماته دومره لوي شرف او لوړتیا راوبخښله او وه وئیل چي د دې لیکوالانو به زه تر مرګه پوري شکرګزار او ممنون یم.؛؛هم دغه شان د غونډي  د دوهمي ورځي لومړی برخه هم د ماسپښین پر درو۳بجې پاي ته وه رسیدو.


د یادوني وړده چي په اوله ورځ د ویاندی چاري د بوري ځوان شاعر ارسلا خان کاکړ پر مخ بیولې او دوهمه ورځ د بوري ځوان شاعر سلطان زخپیل سر ته رسولې. د دغې لمانځنغونډی  د دوهمي ورځي دوهمه برخه د پښتو مشاعرې له پاره ځانګړې سوې وه  چي د ماخوستن پر ۹بجې به پیل کیده خو د برق د نشت له وجي ناوخته پر ۱۱بجې پیل شوه.ده دې مشاعرې صدارت وه  محترم کریم بریالي صیب ته ورکړل شو او د میلمه په هیث نظر محمدپانیزئ ،سید رهبر صیب،ماښام خټک صیب او عبدالهادي حیران صیب وؤ.


د مشاعرې د ویاندی چاري ځوان شاعر اوژورنالسټ محترم بوریوال کاکړ صیب او د ده همکار ځوان شاعر ارسلا خان کاکړ تر سره کولې. د مشاعرې پیل هم په تلاوت کلام پاک سره وشو او په دې مشاعره ټولو ګډون والو شاعرانو له بیلابیلو سیمو لکه، کراچئ،پیښور،کوهاټ ، سوات،افغلنستان او په سهیلي پښتونخواه کي له  کلاسیف الله،ږوب،زیارت،سنځاوئ ،کوټي،پښین،چمن او لورالائ شاعرانو په زات تعداد سره ګډون درلودئ او خپل خپل خواږه کلامونه یې وړاندي کړل او هم دا رنګه دا دوه ورځنی سیمینار د سه شنبې د سهار پر ۵بجې پائ ته وه رسیدئ.


په مینه 


محب الله خان ښېراز


بوری – سهیلي پښتونخواه