کور / تازه خبرونه / كندهار كې د سړك د غاړې ماين چاودنو ۴ ملكي وګړي ووژل

كندهار كې د سړك د غاړې ماين چاودنو ۴ ملكي وګړي ووژل

كندهار كې د سړك د غاړې ماين چاودنو ۴ ملكي وګړي ووژل

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې دوو بېلابيلو ماين چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني وایی لومړۍ پېښه پرون غرمه مهال د ميوند ولسوالۍ د ماما کارېز په سيمه کي د سړک د غاړې ماين چاودنې له كبله رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې ۳ ملکي وګړي ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.

دراني زياته كړه، بله پېښه د يادې ولسوالۍ په منګ سیمه کي هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو موټرسايکل د سړک د غاړي پر ماين وربرابر شو.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه كې پېښه کې يو ملكي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، د دواړو پيښو ټول قربانيان ملکي وګړي دي او له حکومت سره يې هيڅ تړاو نه درلود.