کور / تازه خبرونه / [د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه

[د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه

د (Youth Alliance for Advocacy and Development) YAAD چی د بوری یوه ځاي این جي او ده په اهتمام د دوشنبې ۱۶م جون ۲۰۰۸ په ورځ ده  : د پښتو ستونځي او لاري چاري  :


[د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا  [د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا  [د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا


تر سر لیک لاندي یوه څیړنغونډه د ماځیګر پر ۶:۰۰بجې پیل شوه. د دې څیړنغونډي پیل د بوري په عبدالرحیم خان کلب کښي په تلاوت کولو سره پیل شوه .د دې غونډي صدارت محترم لیکوال ،دانشور پروفیسر سلیم راز صیب کولو.او ورسره پر سټیج ناست محترم سعید ګوهر صیب ،اسیر منګل صیب ،فاروق سرور اوخلیل باور صیب وو.وه دې غونډی ته د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو او محترمو لیکوالانو په خپل وار سره خبري وکړې. وه غونډی ته د وینا پر مهال د YAAD مشر عبدالحمید ترکي  وه ویل  چي موږ بايد د دا رنګه ناستو او غونډو ته په ډیر درانه نظر وه ګورورو او دا د ټول پښتون اولس او پښتو ژبي  ستونځي راښکاره کړو او تاوده بحثونه باندي وکړو او د یوسنجیده او مستقله حل لیاره یې را او باسو.


[د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا


و غونډی ته محترم لیکوال  اوادیب  رازق فهیم صیب زیاته کړه چي موږ پر دې خبره باندي ډیر سنجیده نظر وکړو چي  پښتانه له دیرشو کلونو څخه په جنګ کی سوزي  او تقریباً دیرش لکه پښتانه قرباني شول خو زموږ هیڅ پائله نه ده معلومه چي موږ د چا له پاره او د څه له پاره قرباني کیږو او سرونه ورکوؤ.آیا دا المیه نه ده له موږ سره ؟ . له دې پس د جماعت اسلامي مشر عبدالمتین اخوندذاده وه ویل چي دا حقیقت دې چي پښتانه دیرش نه بلکه ۵۰ لکه به وي چي قرباني یې ورکړې ده هغه وجه دا ده چی پښتانه سره تقسیم وی هر وخت. خو له دې دمرې قربانی سره سره هم پښتو د تاریخ په رڼا کی که  وه ګورو نو پښتو تر پروند نن ډیره پر مخ ده او کار پر سوی دی، لاکین موږ په شریکه توګه وه خپله ژبی ته نظر نه دی ور اړولی  اووجه یې دا ده چي موږ په هیڅ وخت کښي نه په قومی توګه او نه په سیاسی  توګه  د زناناو ته د علم ورکولو او تعلیم ورکولو لیار نه ده خپله کړې چونکه وه دنیا ته که ګورو نو هیڅ یو قام به داسی نه کو پیدا چي هغه به د ښځو د تعلیم بغیر ترقي کړې وي .نو موږ ته پکار ده چي موږ په خپله ټولنه  کښي وه ښځو ته علم ورکړو.


[د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا


د عوامي نیشنل ګوند ضلعي مشر بسم الله خان لوڼي وه ویل چي د ټول پښتانه اولس لیکوالان،سیاسیان،لوستونکي او مزدوران به سره یو کیږي او ده خپلي نااتفاقۍ د مرض تشخیص به کوي او سیاسي طور به خپل واک او اختیار اخلی ،یوه سیاسي تګلاره به خپله وي  او د خپلي بقا جنګ به د باچاخان د فلسفې  :عدم تشدد :له لاري کوي.د پښتونخواه ملي عوامي ګوند مشر وه ویل چي د هر څه ذمه واره پاکستان دی او د پاکستان پټي ادارې دي چی له دیرشو کالو څخه په افغانستان کښي بې جا مداخلت کوي او د پښتنو وطن یې ټوټې کړی دی اولا اوس هم پکي لګیا دی.له دې پس د جمعیت علما اسلام مشر مولوي امیر زمان وه ویل چي پښتون منحیث القوم مسلمان دی نو زموږ د مسلو حل په درو لیارو کښي دی او باید دا حق موږ ته راکول سي..


اول باید موږ ته بین المللي طور حق راکول سي چي موږ په یوه خوله او اتحاد سره په خپله ټولنه کی خپل اسلامي نظام ته ځاي ورکو او اسلامي اقدار پر ځاي کړو.
دویم دا چي د بین القوام کوم قانون د نړۍ د قامو د آزادی له پاره جوړ کړی دی دا حق راکړل سي هم موږ سره جوړیږو او د قام ستونځي حل کیدائسي.


دریم دا چي موږ خپل د پښتني معاشرې چي دوه مهم اړخونه  ماجت او هجره دي د دې خپلو پښتني روایاتو له مخي د خپل قام مسایل ختم او حل کړو.


[د پښتنو ستونځي او لاري چاري] څیړنغونډه - راپور : محب الله خان - پښتونخوا


محترم خلیل باور صیب د خپلي وینا پر مهال غونډي ته وه ویل چي زموږ بنسټیځه مسله دا ده چي زموږ ټول سیاسیان په خپل عمل کښي مخلص او ایملنداره نه دي  او په سیاسي ډلو کښي یوازي د شخصیاتو جنګ دی .نوتر څو چي دا اختلاف نه شي ختم زموږ مسلې نه حل کیږي. هم دارنګه د غونډی بل میلمه سعید ګوهر صیب په خپله وینا وه ویل چی باید په خپلو کښي سره اختلافات  او ورور وژنه ختمه کړو تر هغي مسله نه حل کیږي  او له اتحاده سره سره موږ باید د خپلی ټولني مخ د ادب د پیاوړي کولو له پاره او ټولنه ته د علم  ورکولو له پاره سره یو شو او قام ته ترقي کړو. اسیر منګل صیب په خپله وینا کښي وه ویل کښي  چي زموږ واحده لاره د باچاخان په دې قول کښي موجوده ده :


لا به یوکیږو کني ورکیږو: تر څو چي ټول  پر دې عمل وه نه کړو نو زموږ مسایل نه شي حل کیداي. په آخر کښي محترم پروفیسر سلیم راز صیب په صدارتي وینا کی وه ویل چی باید موږ نو رپر دې خبره سوچ  وکړ و چي ولی په افغانستان دا دمره قتل عام ولي وشو . دا په دې وشو چي موږ تل د هر چا په خوشنما نارو باندي غولیږو په کار دې موږ د هر چا په نعرو پسي نه شو لاړ او یوازي دا کار وکړو چي  تو ل قام ته علم ورکړو تعلیم ورکړو او ورسره سیاسي شعور ورکړو.ولي چی تر څو پوري به موږ یو بل ته د غیرت طمغې تړو او غیرت پر نوم په سره وژنه کوؤ. په کار دی چي له ننه دا ذهني طور اراده وکړو او ټول یوه خوله او یوه زړه د یووالي ، میني او خوږوالي رسۍ ټینګه کړوکني نو مشکل ده چی موږ دا راپیښي مسلې ختمي کړو او یا څه کمۍ په کښي راولو.



په مینه 
محب الله خان ښېراز


لراوبر ویبپاڼه 
سهیلي پښتونخواه