کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بدخشان، کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، فراه او ننګرهار ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي