کور / رسنۍ / آتمه مڼې ګل کتاب چاپ شو

آتمه مڼې ګل کتاب چاپ شو

د ویاړ ځای دی چې نن ورځ د هیواد د ملي پښتو ژبې ودې او د افغان اصیل  کلتور غوړیدو ته په مختلفو بڼو کار کیږي. که له یوې د افغانستان کلتوري ډګر هره میاشت د لسګونو تخلیقي آثارو ادبي څیړنو او ډول ډول کلتوري هڅو ګواه دی چې زموږ په ټولنه کې د خپریدو چانس مومي  نو له بلې خوا د هیواد کلتوري ټولنو، ادبي مجلسونو، ولسي مشاعرو، فرهنګي میلو او پوهنیزو محلفونو بهیر هم  د ورځې په تیریدو خپلې روښانه څپې د ملت د ویاړونو په سیند ورګډوي او د اهمیت ګراف یې د لوړیدو په لوري روان دی.


په افغانستان کې د ګلونو د سلسلې لومړی بنسټ د ویاړونو په لوی ننګرهار کې ایښودل شوی چې د نارنج ګل په نامه کلتوري میله او مشاعره ورو ورو له سیمه ایزې بڼې څخه ملي بڼې ته را واوښته او په 1350 هجري لمریز کال یې هغه مهال بین الافغاني بڼه خپله کړه چې د پښتو ژبې یوه ورک شوي ستوري ښاغلي ارواښاد محمد ارسلان سلیمي د نوموړې مشاعرې لپاره د جلال آباد په ښار کې یوه لویه کلنۍ ملي مشاعره جوړه او د هیواد د ټولو سیمو شاعران یې په نوموړې مشاعره کې د ګډون لپاره ور و بلل. باید وویل شي چې اروښاد محمد ارسلان سلیمي هغه مهال د افغانستان د اکاډیمۍ د پښتو د تقویې رییس وو. دا خبرې تاریخ کوي او د نارنج ګل په نامه باندې کتاب موجود دی چې د نوموړې مشاعرې ټول شعرونه یې د شاعرانو له عکسونو او پیژندنې سره یو ځای چاپ کړي او د ارواښاد محمد ارسلان سلیمي په نوښت یې د چاپ زیور موندلی دی.


نارنج ګل د هغه كتاب نوم دى چې د ننګرهار د ولايت د نارنج د ګل مشاعرې ته دلومړي بين الافغاني بڼې د وركولو په وياړ د افغانستان د اكاډيمۍ د پښتو د انكشاف د رياست له خوا په كتابي بڼه د1350 هجري لمريز كال چاپ شوى دی او دنوموړې ټولګې ټولوونكى د افغانستان د اکاډیمي د پښتو د انکشاف رئيس  ارواښاد محمد ارسلان سليمي صاحب دى چې دكتاب په سركې يې يوه وركوټې غوندې سريزه هم پرې ليكلې ده او د چاپ دچارو مهتمم يې ع،م، دردمند ښودل شوى دى. په همدې توګه د نوموړي كتاب دچاپ شمير 2000 ټوكه او په دولتي مطبعه كې يې دچاپ چارې سرته رسيدلې دي. په نوموړي كتاب كې دلومړي ځل لپاره د نارنج دګل د بین الافغاني مشاعرې په اړه تفصيلي راپورتاژ، د ارواښاد سليمي پرانستونكې وينا، له افغانستان او پښتونستان څخه  د 117 پښتو او دري ژبو ليكوالو منظومې او منثورې ويناوې چاپ شوې دي. همدارنګه دغونډې د ګډونوالو او ننګرهار ولايت ځينې عكسونه هم په دې کتاب کې راغلي دي چې ځينې يې رنګه او ځينې نور يې بيا تور او سپين دي. د مجلس وروستۍ يا اختتاميه وينا يې هم چاپ كړې ده چې دهغه وخت د اطلاعاتو او كلتور د وزارت معين محمد خالد روښان د غونډې ګډونوالو ته اورولې ده. نوموړى كتاب 177 مخونه لري او دپوښتۍ لومړى مخ يې رنګه بڼه لري او  دنارنج د ګلونو په يوه ځولۍ ښكلى شوى دى او ددې پاڼې د لومړي سرپه كيڼ پلو كې ديوې زيړ رنګې  دايرې په منځ كې په شنه رنګ د ((نارنج ګل)) ليكل  شوى او د كتاب دپښتۍ  په وروستي مخ دكنړ د چايو د فارم ديوې منظرې عكس چاپ شوى دى او تر هغه را لاندې ليكل شوي دي:


(كابل: د 1350 كال د وري مياشت، دولتي مطبعه ) (1)


د ادبي بڼ د ګلونو دویمه غوټۍ د وردګو ولایت د چک په ولسوالۍ کې په ۱۳۷۸ کې د یو شمیر ځوانو او بااحساسه کلتوري ځوانانو په هڅو و غوړیده او ډیر ژر یې له سیمه ایزې بڼې څخه ملي او بین الافغاني بڼې ته د لوړیدو په لوري ګامونه پورت کړل. دا یو ظریف مناسبت دی او باید همدغسې شوي وای چې په ملي بڼه  د ګلونو د نوښتګر او بنسټ ایښودونکي ارواښاد محمد ارسلان سلیمي پلرنی سیمه (وردګ) د دې جوګه کیږي چې د ګلونو سپړیدو ته لاره پرانیزي او د ټول هیواد د ګلونو په کچه د بنسټ ایښودلو دویم مقام ترلاسه کړي. د وردګو سیمه د هیواد د نومیالي اتل ستر غازي محمد جانخان ټاټوبی، د ارواښاد محمد ارسلان سلیمي او زرګونو پوهانو کور ګڼل کیږي چې د هیواد د هراړخیز نظام د سمون په لاره کې یې د مثبت کار، صداقت او ریښتینولۍ مثالونه قایم کړي دي


د مڼې ګل د میلې تاریخي بهیر له ځانګړو ویاړونو او خوندونو څخه ډک دی او موږ هغو ټولو ځوانانو ته د لا زیاتو بریالیتوبونو توفیق غواړو چې د مڼې ګل د میلې بنسټ یې ایښی، خدمت یې کړی  او هیواد ته د نورو ویاړونو د حصول په هڅه کې دي. په نارنج ګل پسې مڼې ګل او په مڼې ګل پسې د ګڼو نورو ګلونو لکه انارګل، بادام ګل، سنځل ګل، ریدي ګل، نښتر، عناب ګل او داسې نورو ګلونو د هیوا په ګوټ ګوټ کې د غوړیدلو چانس ترلاسه کړی دی. همدارنګه هیله کوو چې دغه لړۍ به د خپل بریالیتوب تر سرحده د دې تاریخي هیواد په ټولو سیمو کې دوام مومي.


د دې حقیقت څرګندونه ضروري ده چې که په دې  څو وروستیو کلونو کې د مڼې ګل د کلنیو محفلونو، غونډو او مجلسونو بهیر ته په ژوره توګه و کتل شي نو په زغرده ویلای شو چې د هغه د بریالیتوب په برخه کې د دې ولایت د فرهنګیانو، پوهانو، بزګرانو او عامو وګړو تر څنګ د دې ولایت د چارواکو همکاري او همغږي هم خورا مهمه وه چې په دې هکله یې له هیڅ راز مرستې څخه ډه ډه نه ده کړې.


په دې لړ کې د مڼې ګل له میلې  سره  د وردګو او میدان د ولایت  د مقام ښاغلي نعیمي ځانګړې مینه، علاقه او همکاري د قدر وړ ده چې د د دې ملي مشاعرې  د بریالي تدویر زمینه یې په خپل دور کې برابره کړې ده. همدارنګه وخت پر وخت یې د ولایت له ټولو فرهنګیانو سره د ځانګړې علاقې، مینې او همکارۍ اظهار کړی دی. په همدې توګه د وردګو او میدان ولایت کلتوري ډله او د ښاغلي عبدالودود پښتونځار زړه سواندې هڅې د آتمې مڼې ګل د کتاب د چاپ په برخه  د یادولو وړ دی.


د (آتمه مڼې ګل) کتاب چاپ دومره آسانه او ساده خبره هم نه وه بلکي په ډیره سختۍ سره مو له هغو کسانو شعرونه راټول کړل چې د مڼې ګل د مشاعرې د بهیر په آتمه میله کې یې ګډون کړی وو، البته د وردګو د ولایت د مقام په ځانګړې همکارۍ  د ګل آغا احمدي او پښتونځار د پراخو هڅو په پایله کې په دې بریالي شوو چې نوموړي کتاب ته چاپي بڼه ورکړو.


آتمه مڼې ګل داسې یوه شعري او معلوماتي ټولګه ګڼلی شو چې د مڼې ګل د آتمې کلتوري غونډې، میلې او مشاعرې خواږه توکي یې لوستونکو ته په مینه ناک انداز ډالۍ کړي دي چې نه یوازې د غونډې د ګډونوالو شعري ټوټې په زړه وړونکې توګه سره د لوستونکو د لېمو په دسترخوان ږدي بلکي د نوموړي محفل د ګڼو لیکنو سره یو ځای یې  د مڼې  په هکله  داسې معلوماتو ته ځای ورکړی دی چې لوستونکی به یې هرو مرو خوښوي او ګټه به ترې اخلي.


همدارنګه ښاغلي پښتونځار د میوې په صفت د مڼې په هکله داسې غوره معلومات را غونډ کړي دي چې له لنډیو، متلونو او ادبي ټوټو څخه نیولي آن تر روغتیايي ګټو پورې یې په ټولګه کې را ځای په ځای کړي دي چې زیات اهمیت لري او لوستل یې ضروري او ګټو څخه ډک  دي.


د آتمې مڼې ګل د شعري او معلوماتي ټولګې د چاپ نوښت ډیر زیات اهمیت ځکه لري چې دغه مبارکه سلسله به د مڼې ګل د میلې په عمر کې د یوه حسنه بدعت په توګه یاد او هیله ده چې نوموړې سلسله به د مڼې ګل د هرې مشاعرې د تدویر څخه وروسته د چاپ زیور مومي. د دې تاریخي سند په وسیله به د وردګو او میدان ولس په دې توانیدلی وي چې د افغانستان په تاریخ کې د خپلو کلتوري توکو لپاره لوړ مقام و مومي او د راتلونکیو نسلونو لپاره یې د یوې غوره ډالۍ په توګه وړاندې کړي ګوندې وي چې هغوی هم د خپل کلتوري ژوند په ښکلولو کې ترې الهام واخلي.


آتمه مڼې ګل ګڼ ښکلي او زرین توکي لري چې د نوموړي محفل په هکله یې  راپورتاژونه، لیکنې، شعري ټوټې او د آتمې مڼې  میلې ځینې عکسونو ته هم ځای ورکړی دی چې د کتاب ښایست یې یو په دوه کړی دی.


د وردګو او میدان کلتوري یون د ولایت د مقام دغه نوښت ستايي چې د آتمې مڼې ګل خواږه توکي یې د چاپ په زیور ښایسته کړي او د همدې ولایت کلتوري یون ته  د دې مبارکې ټولګې د چاپ له کبله مبارکي وايي چې په خپلو هڅو یې آتمې مڼې ګل ته بې سارې ښکلا ورته په برخه کړې ده. ګوندي وي چې په آتمې مڼې ګل پسې موږ د نهمې او په نهمه پسې د لسمې مڼې ګل د چاپ شاهدان وو.


مینه وال کولای شي چې (آتمه مڼې) ګل کتاب له ګل آغا احمدي، د هیواد له کتاب پلورنځیو او د وردګو ولایت د کلتوري څانګې څخه ترلاسه کړي.



(1) نارنج ګل کتاب