کور / تازه خبرونه / هلمند کې نیول سوی موټر بم له پاکستان څخه راوستل سوی وو

هلمند کې نیول سوی موټر بم له پاکستان څخه راوستل سوی وو

ځايي چارواكي وايي، پوليسو د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې يو موټربم كشف او له منځه وړى دى.

د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند فرید احمد عبید خبریالانو ته وويل، ياد موټربم تېره ورځ ناوخته په مرکز لښکرګاه ښار كې د حاجي غلام نبي مارکېټ مخې ته كشف سوى دى.

نوموړي زياته كړه، د دغه موټر بم په تړاو درې مشکوک كسان هم نیول سوي، چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

پدې باب لمړني راپورنه وايي چي نیول سوی موټر بم له هیواده بهر په پاکستان څخه راو ستل سوی وو او چاودیدونکي توکي په ډیر پرمختللي ډول پکښې ځای پر ځای سوی وو .