کور / خبرتیا او پيغامونه / دپکتیکا سرپرست والی د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

دپکتیکا سرپرست والی د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

په ډيرې ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ،چی تیره ماښام د کندهار ځوان مرستيال والي عبدالقديم ((پتيال)) هغه مهال د يوه وسلوال بريدګر په ډزو ژور ټپي شو، چې نوموړی د کندهار په پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو او وروسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه
انالله و انا اليه راجعون.
شهيد عبدالقديم (( پتيال )) نه يوازې دا چې د کندهار ولايت مقام مرستيال وو، بلکې نوموړی پياوړی شاعر، ليکوال، او د هغو په هېواد مينو او خدمتګارو ځوانانو له ډلې يو پياوړی ځوان شخص وو، چې غوښتل يې د خپل خواږه عمر زياته موده ددې هېواد جګړه ځپلي ولس په خدمت کې تيره کړي، د نوموړي شهادت نه يوازې د لوی کندهار ولسونو ته، بلکې ټولو هېوادوالو ته يوه ستره او نه جبرانېدونکي ضايعه ده، زه د پکتيکا د سرپرست والي په توګه د پکتيکاوالو په استازيتوب د ارواښاد عبدالقديم (( پتيال )) د شهادت له امله د هېواد ولسمشر جلاالتماب دوکتور محمداشرف (( غني )) ، د سيمه ييزې حکومتولۍ مشرتابه، د کندهار والي، ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توکه د شهيد پتيال درنې کورنۍ ته د خواخوږۍ او ډاډکيرنې مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی خدای ج له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتوونکی يم
روح دې يې تل ښاد وي
محب الله صميم
د پکتيکا سرپرست والي