سوله د اولسي وګړو د ملاتړ پرته ناممکنه ده
عطاالله محمدي
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي دغه ټکی نن ( سې شنبه) په سیداباد ولسوالۍ په مقام کې د دغه ولسوالۍ د قومي مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ.
په جوړشوه شوې غونډه کې د میدان وردګو والی سربیره ، ددغه ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ۴ مې پلې لیوا قوماندان،د وردګو قومي شورا رئیس او ګڼ شمېر نورو دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه درلوده.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وویل دغه ولسوالۍ ته یې دراتګ موخه د اولسونو ستونزې له نږدې اوریدل دي،چې ټول نظامی مسؤلین به ورته ځای پرخای ځوابونه ووایي .
هغه زیاته کړه،په دغه ولسوالۍ کې ګڼ شمېر مخالفین د همدې ولسوالۍ پورې اړوند دي او باید د دغه سیمې مشرانو لخوا ورسره د خبرو اترو زمینه برابره شي .
د نوموړی په وینا که مخالفین وغواړي،چې د سولې پروسې سره یو ځای کیږي،نو دا به په هره سیمه کې چې دوی وغواړي خبرې اترې ور سره ترسره کړي .
ده همدا راز قومي مشرانو ته وویل که موږ په دې بریالي شو،چې په یاه سیمه کې بشپړ امنیت تامین کړو،نو زموږ او ستاسې ګن شمېر پانګوال لیوالتیا لري،چې د سیداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې فابریکې جوړې کړي،چې په دې کار سره به کاري زمینې هم برابره شي.
هغه زیاته کړه،د پوهنې،کرنې او مالدارۍ،کلیو پراخیتا او یو شمېر نورو ادارو له لورې ګڼ شمېر پروژې تر لاسه لاندې لري،چې د امنیت د تامین سره به یې چارې پیل کیږي .
نوموړی وویل اوس که تاسې غواړی،چې د بیارغاونې بهیر مو په دغه ولسوالۍ کې ترسره شي نو له حکومت سره ګډ د سولې پروسې په بریالیتوب کې ونډه واخلی .
د میدان وردګو امنیه قوماندان خلیل انداربي د سیداباد خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د کابل ـ غزني پر لویه لاره یې د ملي اردو پوستې ځای پر ځای کړی او له دې کار بشپړیدو وروسته به د سیداباد په کلیوالي سیمو کې سیمه ییزو پولیس ځای پر ځای کړي .
هغه هم د امنیت په تامین کې د ولسونو همکاري اړینه وبلله او په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ۴ مې پلې لیوا قوماندان جنرال عبدالرازق بیا د ولسونو څخه غوښتنه وکړه،چې د مخالفینو پټنځایونو په ښودلو کې له دوی سره همکاري وکړي .
هغه زیاته کړه، اولسونه دې پخپلو سیمو کې مخالفینو ته ځای نه ورکوي او همدا راز خپلو اولادونو دې هم د دوی په لیکو کې له یو ځای کیدو وژغوري .
د وردګو قومی شورا مشر وحید کلیمزي وویل د حکومت نه پاملرنه،د مخالفینو شوم هدفونه او د ولس اوده کیدل د دې لامل شوي،چې سیداباد ولسوالي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شوې .
ده وویل په دغه ولسوالۍ کې ټول مخالفین د همدغه سیمې دي،چې پخپله یې په سیمه کې نا امنیي رامنځته کړې او که اولس وغواړي دغه ستونزې ته د پای ټکی کېښودلی شي .
هغه زیاته کړه،حکومت هم دغه ولسوالۍ ته هغه ډول پاملرنه نده،کړې،څرنګه چې لازمه ده او غوښتنه یې وکړه،چې نور دې ورته د امنیتي ستونزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم پاملرنه وشي .
د سیداباد قومي مشر محمد زاده وویل په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې کچه ډېره ټیټه ده،ګڼ شمېر ښوونځې ودانۍ نلري،ښوونځیو ته یې د درسي کتابونه ندي رسیدلې او ګڼ شمېر ښوونکې یې غېرې مسلکي دي.
یو بل قومي مشر قوماندان یعقوب خان هم غوښتنه وکړه،چې د عملیاتو پر مهال دې د مسجدونو ارزښت ته ځانګړې پاملرنه وشي او هم دې اولسي وګړي د مخالفینو په نوم نه وژل کیږي .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي او د ملي امنیت رئیس انجینر طاوس د غونډې په پای کې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی شته ستونزې له ځآن سره یاداښت کړي او د یوې بلې غونډې په ترڅ کې،چې په یاده ولسوالۍ کې به ترسره شي،د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړي