کور / کیسه / [زلزله]

[زلزله]

هروخت به زه ګوښي خوشاله وم ټوله ورځ به مي کله په کوراوکله به زموږدکلي په جمه کي په  يوه لويه ډبره باندي ناست وم ځکه چي ما دپلاردسيوري خوندنه وو ليدلي هغه پخوا ددنيا څخه سترګي پټي کړي وي اومورمي ديوسختي ناروغي له امله په دي نيږدي وخت کي ددنياسره خداي پامني کړي وه هروخت به  دځان سره ناست وم په حيالونوباندي به مي ساتيري کوله نه پوهيدم دغه څنګه شپي ورځي وي چي په ماباندي تيري دي خودغي زماديوازيتوب لړي به همداشان دوام درلوداوکله کله به شاپورچي په کلي به پاتي ووددوکان لپاره به يي چي دهرات اوکابل نه دتجارت سمان راوړونوورځ به يي په کلي کي تيره وله زماسره به يي په هماغه ډبره خبري کولي شاپوربه زماپه طبيعت پوهيدوداسي خبري به يي کولي چي په مابه بدي نه لګيدي شاپوربه هميشه ماته ددوست په سترګه کتل ده به زماپه باره کي يوازي دغه فکرکولو چي ماله يوازي توب څخه ليري کړي يوه ورځ راته وويل: زلمي جانه ترکومه وخته به ته په کلي کي وي ؟راځه نن بازارله ځوچي لږ دي فکربدل شي!))ما ډيرټنګاروکړ!!! باوروکړه چي يوازې له تانه مې دهيڅ انسان سره نه لګيږي .شاپورزماپه خبروکي راغبرګه کړه خيرنن به زمالپاره ځي خوپه څه خواري زاري يي روان کړم زه بازارته په دري څلوروکالونوکي نه وم ولاړ ټوله لارا رته بدله ښکاريده شاپوربه خبري راته کولي زه به لکه يونابللده چي په يولوي ښارکي څوګ پريږدي ايخوديخوامي کتل شاپوروويل :


زلمي جانه لکه نابللده داسي ښکاري ماوويل :شاپوره وروره تاته خوښه پته ده چي دري څلورکاله دکلي نه ليري نه يم ولاړټولي لاري اوټول ځايونه راته نوي ښکاري شاپوروويل: ياره ته هم غجيبه سړي يي راځه چي په پارک کي وګرځوټوله ورځ موپه بازارکي تيره کړه ايله ماښام کورته راغلوډيرخوندموواخيستوماته دغه ورځ په دي څلوروکالونوکي يوه نوي ورځ وه  چه زما په ژوندکي يي  يونوي بدلون راوست شپه مي ټوله په ويښه تيره کړه هغه خوندمي نه هيريدوله ځان سره مي پرکړه وکړه چي سبابه وختي ځم هغه وو چي په سوچونوسوچونوکي شپه تيره شوه سهارشووختي دبازارپه لور ګوښي روان شوم هغه ځايونه چي پرون مي په ماذديګرکي ليدلي ووهغه ډول بيروبار پکي نه وودځان سره مي  وويل چي راځه ماذديګرته به راشم په پارک کي به وګرځم ښه سات به تيرکړم ځکه په ماذديګرکي په پارک کي خلک زيات وي همدا وه چي دکلي په لور روان شوم چي ساعت ته مي وکتل اونيمي بجي وي په لاره روان وم کله يوه کله به مي بله خبره په ذهن کي ګډيدله خپل مزل به مي کووسوچونه به مي کول ډيره لاره مي په پښوووهله  په دي وخت کي هغه ځاي ته ورسيدم چي په هغه کي به ورزشکارانولوبي کولي کله چي زه دديوال بلي غاړي ته اوښتم نويوسخت ټکرمي وکړپه ځان پوه نه شوم لاندي مي وکتل کتابونه په ځمکه ايخواديخواخواره واره شول دستي دکتابونوپه ټوله ولوبوخت شوم په دي وخت کي يوبل څوګ هم زماسره دکتابونوپه راټوله ولولګياووکله مي چي کتابونه رااوچت کړل راباندي غږوشوچي زه بښنه غواړم زمافکرنه ووماچي سترګي اوچتي کړي پوه نه شووم چي دي خيال ښاپيري دسمندر په کوموجذيروکي ګرځولم هغي غټوسترګوجاذبي ځواني دځانه ورک کړم څوشيبي خاموش پاتي وم وروسته يي سپين غټ غټ لاسونه راته پو راپه ولوکړل ويي ويل چي هي درباندي څه وشول لکه يوستړي لاروي چي دخوبه راويښ کړي ځان ته مي پام شوسم دستي مي وويل چي کتابونه به دي خراب شوي نه وي هغي په نرمه لهجه وويل :


 نه هيڅ پروانلري تاسوخوبه خوږشوي نه وي؟ ماوويل: ناخيرزه نه يم خوږشوي ښه زه ځم دمکتب راباندي ناوحته ده زه لکه ګونګي غوندي شوم څوقدمه وړاندي ولاړه په ډيروارخطآ يي سره مي ورباندي غږکړچي هي يوه شيبه هغه لکه دڅوارلسم سپوږمي چي دوريزوپه مينځ ښکاره شي داسي پلوراواړولوويي ويل څه خبره ده؟ زه زيات ورخطآ شوم دخولي نه مي خبره نه راوتله يوازي مي داپه خوله ووتل چي تاسوهغي رغبرګه کړه چي څه وايي تاسويعني څه ولي ورخطآ يي بيايي وويل چي ووايه څه وايي په مانوخته ده دلږ ځنډوروسته مي ورته وويل چي بښنه غواړم دامي ويل چي دکوم ځاي يي هغي وخندل نوداخبره وه چي دومره ورخطآ ښکاريدي ماويل هوويلي مي نشول زه هغه دبارکلي يم نورکه څه پوښتني لري بيابه يي سبابه په همدي ځاي درته کوم ماوويل چي ستاسونوم څه ده اوپه کومه لاره راځي اوپه کومه لاځي نومي شبنم ده سهارپه دي لاره ځم اوغرمه دولس بجي په دي لاره ځم خه زه ځم سبابه ګوروسمدستي روانه شوه څوکدمه مخکي ولاړه مخ يي رواړولوزه په هغه ځاي ولاړوم لاس يي ورپه ولوپه انګلسي يي وويل چي باي ماهم ورته لاس ورپه ولوکله چي دسترګومي پناه شوه دکورپه لوري په مړوکدمونوروان شوم يواځي مي شبنم خبري په اذهانوکي ګډي دي کورته چي ورسيدم دپخواپه شان په خپله کوټه کي دپړوپه کټ کي پريوتم نورخيالونه مي شاه ته واچول يواځي مي دشبنم خيالونوته په ازهانوکي ځاي ورکړي ووځمکي ځاي نه راکولودپخواپه شان دکوره بهرراووتم په هغه ډبره کيښناستم ګورم چي شاپورراروان دي دليري يي راباندي غږکړويي ويل چي زلمي جانه پرون خوته زيات خوشاله وي نن ولي دومره خپه يي ماورته وويل چي شاپوره ګرانه هغه پخواني ټول غمونه مي هيرشوي دي اوس نوي درد راته پيداشوي ده پرون دمکتب په لاره راتلم يوي جيني سره مخامخ شوم هغي ښکلا راڅخه ټول ژوندواخيستوخيرخپه کيږه مه هغه دي نه دي اوريدلي  چي غوټي پسي وهي په لاس به درشي چا ويل چي په درياب کي ګوهرنشته شاپوروويل زه اوس ځم بيابه ګوروکله چي سباشووختي هغه ځاي ته ولاړم په کوم ځاي کي مي چي دشبنم سره ليدلي ووډيرانتظارمي وکړخوکله مي چي په شاه مخ رواړولولکه غرڅه چي زمري پسي اخيستي وي داسي زماپه لوري ګړندي ګړندي راروانه وه دلير ي نه يي راباندي غږکړګرانه سلام لکه چي ډير انتظاردي وکړ راباندي په کورکي لږ ناوخته شوخيرپروانه لري اوس هم دومره ناوخته نه ده تاما ته پرون ويلي ووچي سبابه نوري خبري کړو ته باوروکړه چي په کومه ورځ مي ليدلي يي دهغه ورځي راهيسي راباندي خوب خرام شوي دي شپه ورځ دي په خيالونوکي دځانه سره لو بوم زماګرانه زه هم ستاپه شان ليوني خيالونه کوم له هغي ورځي نه مي چي دتاسره ليدلي دي ستامعصومي ځواني اوخوږوخبروراباندي دومره اثرکړي ده چي نن زمادامتخان اوله ورځ ده څنګه به کيږي هغي ورځي نه مي دکتاب مخ نه ده اړه ولي شپه ورځ ستادخيالونوکتابونه لولم اوس ناوخته ده امتحان شروع کيږي نن زمادتاريخ امتخان ده دعارته کوه کله چي مکتب رخصت شي بيابه ګوروښه ده پوي شوي ګرانه بيابه ډيري خبري وکړو ماو ويل هوګراني پوهي شوم بيابه خبري کووشبنم دمکتب په لوري روانه شوه کله چي دروازي ته ورسيده په اشاروکي يي دلاس په ماچي کولوخداي پامني وکړه اودامتحان صحنی ته ولاړه خوماډيرانتظاروکړاودځان سره به مي ويل چي کله به شبنم راځي چي يوبل ته دخپل زړه دميني خبري وکړوپه دي خبروکي وم چي يوه سخته زلزله را غله ځمکي ته يي داسي ضربه ورکړه تابه ويل چي که ځمکه وچاوديده هرخواشورشوډيرديوالونه اوتعميرونه يي ونړول ديخوا دمکتب ساتونکوناري وهلي چي راځي کومک وکړي کله چي دمکتب په دروازه وردننه شوم ګورم چي يولوي ديوال نړيدلي ده دشبنم هم صنفيانوناري کړي چي شبنم نشته شبنم چيرته ده په دي وخت کي زمازړه په رپيدوشوايخواديخوامي منډي وکړي کله چي دديوال خواته ورنيږدي شوم نو سترګي مي په شبنم ولګيدي لکه په سره ګلاپ باندي چي ګلي وشي داسي پاڼي پاڼي دخاورلاندي پرته وه کتابونه يي په لاس کي ټينګ نيولي ووزمادخولي نه يوه سخته چيغه وواتله اوشبنم په همدي ځاي زماسره دتل لپاره خداي پامني وکړه


١٣٨٧/٣ /٢٧ تاريخ


ددريم ورځ خوست مرکز دمياخيلوکلي


دليکلوځاي خوست تلويزيون