پتيال د ټولو افغانانو پتيال وو

عطاالله محمدي | نوومبر 5th, 2014


له سيمه ييزو ارګانونو څخه راغلي هيئت له کندهار سرپرست والي او د شهيد پتيال له کورنۍ سره غمشريکي وکړه.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د بشري منابعو رئيس عزيز الله قاضي خېل، د تفتيش رئيس عبدالحبيب جبارخېل، د استخدام رئيس ايمل صالحزى، د کابل مرستيال والي او د افغانستان د مرستيال واليانو استازي محبوب الله محبوبي او د دې ادارې وياند تواب غورځنګ نن سهار په ولايت مقام کي د کندهار له سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او وروسته د ارواښاد پتيال د کورنۍ له غړو سره وکتل.
ښاغلي عبدالحبيب جبارخېل وويل د دوى د راتګ هدف د کندهار له خلکو او د پتيال له کورنۍ سره غمشريکي وه. نوموړي ارواښاد پتيال يو باتجربه او مستعد ځوان وباله. هغه زياته کړه چي پتيال نه يوازي يو ښه ليکوال او شاعر وو، بلکي په دولت کي يې کاري موده د قدر وړ ده. د هغه په خبره: “د پتيال پېښه زموږ د ټولو افغانانو مشترک غم دى. ارواښاد پتيال د ټولو افغانانو پتيال وو. موږ د ده کورنۍ او د کندهار خلکو ته تسليت وړاندي کوو.”
ښاغلي محبوب الله محبوبي هم تسليت وړاندي کړ او ويې ويل چي د کابل سرپرست والي په ياده پېښه سخت خواشينى وو او د تسليت مراتب يې درته وړاندي کول. هغه زياته کړه چي د ارواښاد پتيال ځاى به تر ډېره وخته خالي وي. د پتيال نستوالى نه يوازي د کندهار، بلکي د افغانستان لپاره لويه ضايعه ده.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له ټولو راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه چي پر خپلو ټولو مصروفيتونو سره يې له کندهار سره دا لوى غم شريک کړ. ښاغلي ويسا زياته کړه چي له کابل څخه د مېلمنو له راتګ سره يې تر ډېره حده د سکون احساس وکړ. د هغه په خبره: “مرګ حق دى، خو دا ډول مرګ ډېر زور غواړي، چي يو انسان دي په صنف کي وژل کېږي، په داسي حال کي چي هغه انسان دي د نورو د پوهولو او تعليم په برخو کي کار کوي، مګر دښمن يې کار ته نه پرېږدي.”
د ويسا په خبره د ارواښاد پتيال پوهه او زده کړه د هغه تر عمر ډېره وه. د هغه ځاى به په ډېر تکليف ډک سي. بيا هم امېد دى چي نور ځوانان د ارواښاد پتيال غوندي د تعليم په ډګر کي وځليږي او د خپل هيواد د ابادولو لپاره لستوڼي راپورته کړي.
ياد هيئت د ولايت مقام تر ناستي وروسته د ارواښاد پتيال مقبرې ته ورغى او تر هغه وروسته يې د پتيال دوى په کور کي د کورنۍ له غړو سره وليدل.

Copyright Larawbar 2007-2024