په مومندوايجنسۍ کې چاودنې شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 7th, 2014


پېښور:د مومند اېجنسۍ په چیناري سیمه کې دوه چاودنې شوې چې له امله يې ٦ کسان وژل شوي دي په وژل شويو کې د سولې دسيمه ايزې ډلې مشرهم شامل دى یوه لوړپوړي چاواکي وویل چې دواړه چاودنې د رېموټ کنټرول بم پر مټ شوي.دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی وویل چې په لومړۍ چاودنه کې د سیمې د سولې ډلې مشر دارا خان په نښه شوی و خو نوموړي د چاودنې پر وخت خپل موټر کې نه و.کله چې د لومړۍ چاودنې ټپیان روغتون ته وړل کېدل دویمه چاودنه وشوه.په دواړو چاودنو کې د دارا خان زوی او وراره په ګډون شپږ کسان ووژل شول.د دواړو چاودنو مسوولیت دجماعت الحرار ډلې اخیستی.

Copyright Larawbar 2007-2024