کور / تازه خبرونه / کندهار :ولایتي شورا اجرائيه قوه نه ده

کندهار :ولایتي شورا اجرائيه قوه نه ده

د کندهار سرپرست والي ولایتي شورا ته د برياليو وکیلانو د لوړي په مراسمو کي وویل چي ولایتي شورا اجرائيه قوه نه ده.

په يادو مراسمو کي چي نن سهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کي جوړ سوي ول، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، برياليو وکيلانو، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د یوناما استازو او یو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ولايتي شورا بریاليو وکيلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل ولايتي شورا اصلاً يو مشورتي او نظارتي ارګان دی. هغه زياته کړه چي ولايتي شورا د اجرائيه قوې صلاحيت او مسووليت نه لري، بلکي دوی د خلکو استازي دي، چي د دولت او خلکو تر منځ روابط ساتي او د خلکو غوښتني تر دولت پوري رسوي.

ښاغلي ويسا هيله وښوده چي ټول وکيلان د خلکو واقعي استازيتوب وکړي او پخپلو منځو کي همږغي ولري. نوموړي له ولايتي شورا څخه وغوښتل چي د قومونو د یووالي او اتحاد لپاره دي هڅي وکړي، تر څو په راتلونکي کي ټول کندهاريان یو موټی واوسي. هغه زياته کړه چي ولايتي شورا د خپلي دندي له مخي هر وخت د ولايت مقام تر خبرېدو وروسته د هري ادارې له کارونو څخه نظارت وکړي او مسوولين یې خپلو دندو ته متوجه کړي.

غونډي ته د بریاليو وکیلانو په استازيتوب حاجي سيدجان خاکرېزوال وويل چي دوی تل د ولس په خدمت کي وي او تر خپله وسه به هغه ژمني عملي کړي، چي د کمپاين پر مهال يې له خلکو سره کړي وې.

خاکرېزوال زياته کړه چي په راروانه پنځه کلنه دوره کي به د خپل ولس ستونزي تر دولته رسوي او تر خپل وسه به له ولس سره په هر ډول ممکنه چارو کي مرسته وکړي

ها خوا ته په زابل کی هم د ولايتي شورا برياليو استازو نن لوړه وکړه په دغو مراسو کې د زابل ولایت والي دولتي ادارو مسول پکښې ګډون کړې
د زابل ولایت ولایتي شورا ته ۹ تنو کامیاب وکیلانو نن ددې ولایت په مېلمستون کې د لوړې مراسم پرځای کړه
په دغو مراسو کې نن له غرمې مخکې ترسره شو د زابل ولایت والي الحاج محمد اشرف ناصري ،د ولایت معاون محمدجان رسولیار ،د ټاکنو د کمیسیون ریس ډاکټر محمد هاشم دورانی ،د ټاکنیزوشکایتونو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسول او ټولو دولتي ادارو پکښې ګډون کړې ؤ لوړې مراسم یې پر ځای کړل.
هیره دې نه وي چې د تيرې اونۍ په وروستيو کې د سيمه ايزو ارګانونو ويلي و چې په څلورو ورځو کې به په ټولو ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو د لوړې مراسم پای ته ورسيږي.