جرمني: د برلین د دېوال د نړېدو ۲۵مه کلیزه ولمانځل سوه
جرمنیانو نن په برلین کي د برلین د دېوال د نړېدو ۲۵مه کلیزه ولمانځل. د برلين دېوال [انګلیسي: The Berlin Wall، جرمني: Berliner Mauer] د ۱۹۸۹ میلادي کال د نومبر پر نهمه ونړېدئ چي د ځينو تاریخ پوهانو په اند يې د سړې جګړې (Cold War) په تمامېدو کي مهم سمبولیک رول درلود، خو د سړې جګړې د پای پوښتني اوس هم کيږي چي آیا په رښتیا تمامه سوه او که اوس هم جاري ده؟ د دغه موضوع په اړه بېلابېل بحثونه سوي او کیږي.
ياد دېوال ۴۵ کیلومتره اوږدوالی درلود او ۲۸ کاله يې نه یوازي د برلین ښار پر دوو برخو وېشلئ وو، بلکي ټول جرمني هم پر دوو سیاسي قوتونو تقسیم سوئ وو.