کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې ۱برخه

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې ۱برخه

مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې حال خو همداسې نه دې!

د التمش لیکنه
دایمان پلورنکوداستان

لمړۍ برخه


د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې
د ښځې او ایمان تر منځ هڅې او هاند:
او کله چې ذکویي د سلطان ایوبي خیمې ته ولاړ:


[ته د مرغانو سره خپل زړه خوشحالوه، عسکري د هغې چا له پاره ، چی په ښځو او شرابو یې زړه ورکړې وی،ډیره خطرناکه لوبه ده ]

دا ټکي سلطان صلاح الدین ایوبي په ۱۱۷۵ زیږدیز کال خپل د کاکا زوې خلیفه الصالح او د هغې یو امیر سیف الدین ته لیکلي و. دغه دواړو وګړو په پټه د صلیبي ځواکونو څخه د شتمنیو ( د زرو او جواهراتو) د ترلاسه کولو په خاطر او د سلطان صلاح الدین ایوبي د ځپلو او هغه ته د ماتې د ورکولو په خاطر یو سازش جوړ کړې و. صلیبیانو هم همداسې غوښتل، هغوې یرغل وکړ، الصالح او سیف الدین د هغوې ملاتړ وکړ. خو سلطان صلاح الدین د الصالح او سیف الدین په ګډون صلیبیانو ته ماتې ورکړه . امیر سیف الدین خپله شتمني او پانګه پریښووه او و تښتید، د هغې دخیمې څخه ډول ډول الÙ �تونکي مرغان ، خایسته او ځوانې نځونکې نجونې ، سندرغاړي ، د موسیقي الآت ، او د شرابو ستر ستر منګي تر لاسه شول . صلاح الدین ایوبي ټول الوتونکي ، نځونکي، سندرغاړي او دهغوې د موسیقي غږونکي ډمان پریښوول او امیر سیف الدین ته یی په دی عنوان یو لیک انځور کړ:

[تاسې دواړو د کفارو په ملاتړ زما د نوم و نښان د ورکولو ناپاکه هڅې و کړې خو دا فکر مو نه و کړې چې ستاسو دا سازښ به د اسلامی امت نوم او نښان هم له منځه یوسي. که چیرې تاسې له ماسره کینه درلوداې نو زه به مو وژلې واې، تاسې تر اوسه پرما دوه ځلې وژونکې یرغلونه کړې دي خو په دواړو کی ناکام شوي یاست اوس یوه بله هڅه وکړئ او ووینئ ، که چیرې تاسې ماته دا ډاډ را کړئ چی زما د تن څخه زما د سر په لریکیدو سره اسلام به نور هم ډیر هسک شي نو د کعبې په پالونکي می سوګند چی زه به ستاسې په تورو خپل سر له تنې پرې کړم . او ستاسې په پښو کی به یی د ایÚ �وولو وصیت وکړم . زه تاسې ته همدومره ویل غواړم چی هیڅ نامسلمانه د مسلمان دوست نه شي کیداې . تاریخ ستاسې تر مخ دې خپل پخوانې تاریخ ووینئ ، د شاه فرینک او ریمانډ په څیر د اسلام ستر صلیبي دښمنان پدې خاطر ستاسې دوستان ګرزیدلي چې تاسې د مسلمانانو پر خلاف په ډګر کی دهغوې مرسته کړې ، که چیرې هغوې برې موندلې واې نو بیا به د هغوې بل ښکار تاسې په خپله واست او دهغې د وروسته به دهغوي دا خوب هم پوره شوې واې چی اسلام د نړۍ د مخې څخه پاک کړي.

تاسې د یوه غښتلی نو میالي قوم وګړی یاست ، د عسکریت هنر ستاسې قومي دنده ده ، هر مسلمان د الله سپاهی دې ، خو ددې له پاره ایمان او عمل بنسټیز شرط دې . ته یواځې د الوتونکو سره خپل زړه خوشحالوه ، عسکریت د هغه چا له پاره یوه خطرناکه لوبه ده چی په ښځو او شرابو یې زړه ورکړې وي . زه له تا نه غوښتنه کوم چې له ماسره بسپنه وکړه ، او زما سره په جهاد کی ګډون وکړه ، او که چیرې دا نشې کولاې نو زما د مخالفت څخه لاس واخله ، زه تاته هیڅ ډول سزا نه درکوم. الله دی ستاسې ګناهونه وبښي .(صلاح الدین ایوبي)]

[یو اروپایي تاریخ پوه ( لین پول ) لیکي چې : د صلاح الدین ایوبي لاس ته چی دغنیمت څومره مال تر لاسه کیده د هغې حساب نه و . جنګي بندیان هم د شمیره وتلي و. صلاح الدین ایوبي د غنیمت ټوله شتمني په درې برخو وویشله . یوه برخه یې په جنګي بندیانو وویشله او هغوي یې ازاد کړل . دوېمه برخه یې په خپلو فوځیانو او غریبانو وویشله او دریېمه برخه یې د نظام الملک مدرسې ته ورکړه . هغه پخپله هم په همدې مدرسې کی زده کړه کړې وه. نه یې پخپله څه و ساتل او نه یې خپل کوم جرنیل ته څه ورکړل ، ددې ویش پایلې دا شوې چی د جنګي بندیانو زیاته برخه که مسلمانØ �ن ول او که غیر مسلمان ، ټول د صلاح الدین ایوبي په پڼډ غالي کی را ټول شول او د هغې داطاعت په منلو سره یې د هغې په فوځ کی خپل خدمات پیل کړل . د ایوبې لویوالې او سترتوب تر لرې لرې ځایو پورې مشهور شو. ]

ددې تر مخه د حسن بن صباح (پټې ډلې ) فدایانو ، چی اروپایي تاریخ پوهانو د وژونکو په نامه یاده کړي ده، په صلاح الدین ایوبي باندې دویم ځلي وژونکې یرغل کړې و خو د سترپالونکي اراده ددې ستر مجاهد څخه ډیر زیات کار اخستل ول نو په دې خاطر په دواړه ځلو کې یوه معجزه را څرګندیده تر څو د اسلام دا ستر محافظ ژوندې پاته شي . پر هغې دریېمه وژونکي حمله هغه وخت تر سره شوه چی هغې د خپلو مسلمانو ورونو او صلیبیانو د سازښت غرونه د خپلی تورې په واسطه ټوټې ټوټې کړي ول. امیر سیف الدین د جنګ له ډګر څخه تښتیدلې و. خو هغه د صلاح الدین ایوبي پر خلاف Ø
¯ حسد او کیني په لمبو کی سوځیده . هغې د حسن بن صباح د وژونکې ډلې مرسته تر لاسه کړه ، دا ډله د یوې اوږدې مودې را هیسې د اسلام په لستوڼې کی د مار په څیر را ټوکیدله چی پوره ډاګیزه کول یی ډیر اوږود وخت ته اړتیا لري ، خو لنډه دا چی لکه څنګه چې زمکه د لمرد وړانګو څخه په لرې کیدو سره د ګناهونو زانګو ګرځي، نو په همدی توګه حسن بن صباح نومي وګړې هم د اسلام څخه په جدا کیدو سره د نبیانو او پیغمبرانوپه څیر د سترتوب د ترلاسه کولو پروګرام تر لاس لاندې و نیو. هغه خپله ځانته مسلمان ویلې او داسې یوه ډله یې جوړه کړه چې په جادو ډوله تو ګه یی خÙ�ک خپل پیروان ګرځول ، ددې موخې د تر�سه کولو له پاره دې ډلې ډیری ښکلې نجونې ، نشه راوړونکې بوټي ، د هپنټیزم (Hypnotism ) او غوړه مالۍ په څیر لارې یې خپلی کړې ، داسې په اصطلاح جنتونه یې جوړ کړل چی هلته پر ورتللو سره تیږي هم ویلې کیدې. هغوې د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو له پاره د وژونکو یوه ډله جوړه کړه ، د وژلو لارې چارې ډیرې پټې ترسره کیدې ، ددې ډلې وګړې دومره چالاکه ، زیرکه او نه ویریدونکي ول چې د کالیو او ژبې په بدلون به د سترو سترو جنرالانو ساتونکي ګرزیدل. او کله به چی په پټه توګه کومه وژنه تر سره کیده نو د وژونکو پل به هم چا نه شو موندلاې . لږده موده وروسته دغه ډله د « وژونکو د ډلې » تر نامه لاندې مشهوره شوه. دا وګړې د سیاسي وژنو ماهرین ول، دوې به د ښایسته او ښکلو نجونو په لاسو د شرابو په پیالو کې زهر هم په خپلو ښکارونو باندې څکول . تر ډیرې مودې پورې دغه ډله دهمدې موخو له پاره کارول کیده. چی کارکونکو ته یې «فداییان » ویل کیدل.

صلاح الدین ایوبي ته نه دغه ښکلو نجونو دوکه ورکولاې شوه او نه شرابو . هغه ددغې دواړو څځه کرکه کوله. د هغې د وژلو له پاره یواځی همدا یوه لاره وه چی پر هغې وژونکې برید وشي . خو د هغې د ساتونکو تر مخه پر هغې باندې دا ډول برید هم اسانه کار نه و . ددې تر مخه دوه یرغلونه ناکامه شو ې ول . اوس صلاح الدین ایوبي ته ددې امید پیدا شوې و چی د هغې د کاکا زوې الصالح او امیر سیف الدین به د ناکامۍ او ماتې وروسته توبه ویستلې وي ، خو هغوې د بدلې اخستلو یو بل تر زمکې لاندې کوښښ وکړ.

صلاح الدین ایوبي هم د خپلو بریاو د جشن د لمانځلو پر ځاې خپلې فوځې بریاوی جاري و ساتلې او په څور نورو کلیو باندې یې هم ولکه ومونده . په دې نوو سوبو کی د غازه تر نامه لاندې مشهور کلې هم و . ددې سیمې په چاپیریا ل کی یوه ورځې صلاح الدین ایوبي ، دامیر جاوالاسدي په خیمه کې د غرمې د خوب له زوره سست شوې و، خو هغه پګړۍ یی چی د جنګ په ډګر کی یې د لمر د تودخې او ددښمن د تورې څخه د سر د ساتلو په خاطر د تل له پاره په سر ووله ، له سره نه وه ښکته کړې . د خیمې څځه باهر د هغې د ساتونکو ډلی په پوره بیدارۍ سره شتون درلود. د ساتونکو ددې ډلې مشر د لږ څه وخت له پاره دهغې ځاې څخه ولاړ . یو ساتونکي د صلاح الد ین ایوبي د خیمې د را پریوتو پردو Úه د خیمې دننه حالات و کتل ، ګوري چی د اسلام د عظمت د سالار سترګې ورغلي هغه مخ په شا پروت ویده و .

دغې ساتونکې د بل ساتونکې په لور و کتل ، دډلې څخه درې نورو ساتونکو هم ددغې ساتونکې په لور و کتل ، ساتونکې خپلې سترګي بندې او خلاصې کړې ، هغه دوه درې کسه ساتونکي پورته شول او نور ساتونکي یې په خبرو مشغول کړل . دغه ساتونکې خیمی ته ولاړ ، د خپل ملابند څخه یې توره را وویستله ، په ډیره سوکه توګه د صلاح الدین ایوبي په لور ور روان شو، او د چیتا په څیر یې په بیده صلاح الدین ایوبي باندې توره را وویستله ، کله چې دهغې د تورې لاس پو
رته شو نو صلاح الدین ایوبي هم یو اړخ بدل کړ، دا نشي ویل کیداې چی ساتونکې په کوم ځاې باندی ګذار کاوه. په زړه یا په سینه ، خو پیښه داسي شوه چی خنجر د صلاح الدین ایوبي د پګړۍ په پاسنۍ برخه کی ور ننوت چی د هغې د سر څخه یې د یوه ویښته په اندازه لر یوالې درلود، پګړۍ د سر څخه پریوته .

صلاح الدین ایوبي د برق په څیر را پورته شو ، هغه ته دا ستونزمنه نه وه چی و پوهیږي چی څه کیږي ؟ ددې د مخه پر هغه دغسي دوه نور بریدونه هم شوي ول . هغه پر دی هم حیران نه شو چی یرغل کونکي د هغې د ساتونکې په هغوکالیو کي پټ دې چی هغې پخپله د هغوې له پاره تیار کړي و. هغې د ساه اخستو په اندازه وخت هم له لاسه ورنکړ، یرغل کونکي د هغې د پګړۍ څخه دخپل خنجر د ویستلو په هڅه کې و او ایوبي لوڅ سر ولاړ و. هغه د یرغل کونکي مخ په یوه ځواکمن سوک سره وواهه ، دهغې د مخ د هډوکو د ماتیدو اواز پورته شو. د یرغل کونکې ژاملې ماتې شوې وې . شاته پریوت او Ø �خولې څخه یوه لړزونکې چیغه ووته ، د هغې خنجر د صلاح الدین ایوبي په پګړۍ کی بند پاته شو، صلاح الدین ایوبي خپل خنجر را وویست ، په همدې وخت کی دوه نور ساتونکې به منډه خیمی ته را ننوتل ، دهغوې په لاسو کی تورې وې ، ء صلاح الدین ایوبي هغوې ته وویل چی دا ژوندې و نیسئ ، خو هغوې دواړو هم په ایوبي باندې را کښیښوده ، صلاح الدین ایوبي د یوه خنجر په واسطه ددواړو تورو مقابله و کړه چی نژدی یو دوه دقیقې روانه وه، ځکه په دی وخت کی ټول ساتونکې خیمی ته را ننوتلي ول،

صلاح الدین ایوبي هلته ډیر حیران پاته شو چی ویې کتل چی خپل ساتونکې یې په خپلو منځو کی په دوه ډلو ویشل شوي دی او یو د بل وینې تویوي . خو څرنګه چې هغه ته د انه وه معلوم چې په دوې کې دښمن څوک دې او دوست څوک ، نو په دې اساس یې په دې جنګ کی ګډون و نه کړ.



د لږ ځنډ وروسته کله چې د ساتونکو څخه یو څو د زمکې خلي شول او یو څو نور په تیښته و تښتیدل او یو شمیر نور د زخمی کیدو وروسته بې حاله پراته وول نو دا ورته بربنډه شوه چې په هغې ډله کې چی د سلطان صلاح الدین ایوبي دخوندي ساتلو ماموریت یې درلود، اوه کسان یې «فداییان » و، چی غوښتل یې صلاح الدین ایوبي ووژنې. هغوې ددې کار د ترسره کولو له پاره یواځې یو فدایې خیمی ته استولې و . خو کله چې دننه په خیمه کی حالات بدل شول نو هغه پاته نور هم ورننوتل ، اصلی ساتونکې هم خیمی ته ور ننوتل هغوې سمدستې پوه شول او صلاح الدین ایوبي د وژونکې یØ �غل څخه خوندي پاته شو . هغه د لمړي یرغل کونکي په شارګ باندې د توري څوکه کښیښوه اوترې ویې پوښتل چی څوک دې ؟ او چا را استولې دې ؟ په ریښتیا ویلو سره صلاح الدین ایوبي د هغې د ځان د بښنې و عده وکړه . هغه ورته وویل چی فدایي دې او د کیمیشتکن ( چې یو شمیر تاریخ پوهانو د ګمشتګین په نامه یاد کړې ) لخوا دلته ددې کار له پاره راستول شوې. کیمیشتکن د الصاح د یوې سیمې والي و .***