ملي پوليسو د وسلو پټنځای کشف کړ

عطاالله محمدي | نوومبر 11th, 2014


ملي پوليسو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د وسله والو مخالفينو د وسلو يو مهم پټنځای کشف کړی دی.
ملي پوليسو تېره ورځ د وسلو دغه پټنځای د يادي ولسوالۍ په ميانکو سيمه کي کشف کړی دی. په دې پټنځای کي ۴۱ له چاودېدونکو توکو ډکي پنځه کيلويي ډبې، ۱۸۰ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ، ۲۷ لاسي بمونه، ۴۰۰ د پیکا مرمۍ، ۶۶ د راکټ مرمۍ، ۷ د ۱۲۰ملي مترۍ توپ مرمۍ، يو د طيارې بم، ۱۱ بوتله نوشابې او ۴ د هوان مرمۍ کشف او ترلاسه سوي دي.
داراز ملي او سيمه ييزو پوليسو تېري څلور ورځي په ميوند ولسوالي کي تصفيوي عمليات کړي دي. دغه څلور ورځني تصفيوي عمليات د ميوند ولسوالي په شلغمي، مياکارېز، ماماکارېز، کښته ماماکارېز، رنګرېزان، شېرعلي کارېز، مندوزو او یو شمېر نورو سيمو کي سوي دي. د يادو عملياتو پر مهال ۲۱۷ بېلابېل ماينونه، ۷ پارسله د ماینونو تختې او پټاکۍ او ۴ سانيه سوز لاينونه کشف او ترلاسه سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024