وردګ : د برېښنا د جوړلو کار شروع سو
عطاالله محمدي
د میدان وردګو ولایت مرکزي بهسودو ولسوالۍ په برکي سیمه کې د کرنې او مالدارۍ ادارې د نږدې دوه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو برېښنا بند د جوړولو چارې نن ( دوشنبه) پیل شوې .
د اوبو دغه برېښنا،چې په ۹۱۲ متره مربع سیمه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د پرمختیایي بودیجې په ۱۷۰۹۶۹۴ یو میلیون او سوه نهه زره شپږ سوه څلور نوي افغانیو په مالي لګښت جوړیږي،چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړي شي.
د دغه برېښنا بند په جوړېدو سره به د یادې سیمې شاوخوا اتیا کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي .
د دغه برېښنا بند د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د مرکزي بهسودو ولسوال ښاغلي جان اقامحصل،د کرنې او مالدارۍ ریاست کارکوونکو او د سیمې ګڼ شمېر مخورو برخه اخیستې وه .
د بهسودو ولسوال وویل تردې وړاندې د یادې سیمې خلک د برېښنا له نعمت څخه بې برخې وو او د دغه بند په جوړېدو سره به یې په یاده برخه کې ستونزه حل شي .
د کرنې او مالدارۍ ریاست څخه هم مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې په یاده سیمه کې ورته برېښنا بند جوړ کړ.