کور / تازه خبرونه / د مولوي سید مختار صفوي د جنازې لمونځ په ارګ کې ادا شو

د مولوي سید مختار صفوي د جنازې لمونځ په ارګ کې ادا شو

د ارګ د جامع جومات د امام مولوي سید مختار صفوي د جنازې لمونځ نن سهار د جمهوري ریاست د ارګ په انګړ کې ادا شو.

د جنازې د لمانځه په مراسموکې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه سرور دانش او یو شمیر نورو دولتي چارواکو او د خدای بخښلي مولوي سید مختار صفوي د کورنۍ غړو او دوستانو ګډون کړی و.

د ارواښاد صفوي د جنازې لمونځ د پوهاند نعمت الله شهراني په امامت ادا شو او بیا هغه ته دعا وشوه او د لوی خدای له دربار څخه ورته د فردوس جنت هیله وشوه.

همدا راز د یو پرهیزګار او د نیکو اخلاقو لرونکي عالم په توګه د مولوي سید مختار صفوي د نیکو سجایاوو یادونه وشوه.

د دغو مراسمو په پای کې د مولوي سید مختار صفوي ورور سید عزیز الرحمن خبرې وکړې، وطن او د اسلام مقدس دین ته د خدمت په لاره کې یې د خپل ورور د خدمتونو یادونه وکړه.

د مولوي سید مختار صفوي جنازه نن سهار په دولتي هلیکوپتر کې د هغه په پلارنۍ هدیره کې د ښخولو لپاره د تخار ولایت ته ولېږدول شو