کور / هراړخیز / دښوونځي په لیدو يې خوشاله شوم

دښوونځي په لیدو يې خوشاله شوم

دروان کال ددریمې میاشتې په اوږدوکې دپولې بلې غاړي شمالي وزیرستان کې دپاکستان پوځ د وسلوالو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل، دسیمې سلګونه زره کورنۍ دهمدې پوځي عملیاتو دپیل سره سم اړ شولې چې خپل کورکلی پریږدي او کډه په سر دخپلو سیمو څخه دنورو خوندي سیمو په لور پښې سپکې کړي، دجوزا په یوولسمه دخوست ولایت بېلابېلو سیموته دهمدې ویرجنو کډوالو دراتګ لړۍ په ډیره چټکۍ سره پیل شوه او د ګوتو په شماره کمو ورځوکې لس ګونه زره کورنۍ خوست ته را کډه شوې،دخوست ولایتي ادارې دکډوالو دراتګ سره سم دوی ته دلازمو بشري مرستو درسولو لپاره مټې را ونعاړلې، په لومړۍ ورځ يې ورته دګربزو په ولسوالۍ کې دګلان په نوم کمپ جوړکړ، په همغه لومړیوکې دکډوالو دمرستې او لاس نیوي په موخه ولایتي ادارې دافغان دولت او نړیوالو مرستندویه موسسو پام را واړاوه ،چې وسره سم دبشري مرستو لړۍ په ډیره چټکې پیل شوه، ددوی سر دپنا دستونزې دحل په موخه يې ورته په لو مړیو کې دخیمو،خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرستې پیل کړې. ددې ترڅنګ په کمپ کې ورته ځای ځای داوبو ژور څاګان هم وکندل شول،دناروغانو دتداوۍ او روغتیا پالنې په موخه په کمپ کې ګرځنده روغتیا ډله په دنده وګمارل شوه.
کډوال د ولایتي ادارې په هلوځلو دشویو مرستو په کولو خوښ دي،خو دتعلیم له ستر نعمت څخه ددوی دماشومانو پاتې کیدل هغه لویه ستونزه وه چې دهرې کورنۍ غړي يي زورول،دوی دهمدې ستونزې دلرې کولو په موخه څو،څوځله د ولایتي ادارې له مشرتابه غوښتنه وکړه چې په کمپ کې ورته دماشومانو دزده کړو په موخه یو ښوونځی جوړ کړي، ولایتي ادارې هم ددوی دستونزو په درک د معارف ریاست په چوکاټ کې دمرستندویه موسسو لخوا دیادې ستونزې دحل په موخه په کمپ کې ښوونځی جوړ کړ.​

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دسازمان د بشري مرستو د همغږۍ مسوول او د ځانګړي استازي مرستيال مارک بودن ، په افغانستان کې د کډوالو دنړيوال سازمان مشر بوشاک ، دسويډن هېواد سفير پټير خوست ولايت ته راغلي وه، دخوست سرپرست والي په کوربه توب دکډوالو دستونزو د اوریدلو او هغې ته دحل لارو چارولټولو په موخه کمپ ته لاړل، زه هم ددوی سره یو ځای کمپ ته لاړم،دکډوالو مشرانو یو په یو د ورغلو مرستندویانو سره خپلې ستونزې شریکې کړې،ډیرو يې دژمي په رارسیدو دتودو جامو،کمبلو،بخاریو… ترڅنګ دخوراکي او غیر خوراکي توکو دغوښتنې خبرې کولې ،دا ځل کډوالو دماشومانو د زده کړو په اړه هیڅ ونه ویل،ځکه اوس ددوی دا ستونزه حل شوې وه، دماشومانوګڼ غږونه راتلل(ا ب ت …)ددوی لپاره جوړ شوی ښوونځي زموږ سره نږدې ؤ، وروسته دهمدې جوړ شوې ښوونځي په لور ورغلو،دخیمو او وسپنیزو چادرونو تر چت لاندې درنګه خړو خو له مېنې ډکو کوچنیانو زده کړې کولې، په ښوونځي کې ستونزې ډیرې وي،دوی په سپېروخاور،ناسته وه،ډیرو يې کتابونه،کتابچې او قلم نه درلود خوبیا هم خوښ وه چې ښوونیز بهیر يې په ټپه ولاړ حالت څخه راوتلی ؤ،دښوونځي په لیدو يې خوشاله شوم. ومې ویل که دالله خوښه وي هرڅه به يې سم شي،دښوونځي دپرانستې لومړۍ ورځې دي،تر وسپنیزو چادرونو او خیمو لاندې دکډوالۍ ژوند،زده کړې او دژمي یخ موسم رارسیدلو مې یو ځل بیا دخوښۍ شېبې را لنډې کړې،ګڼ شمېر پوښتنې مې په ذهن کې راتېرې شوې،ایا دوی به وکولی شي چې دژمې په سړه هوا کې دهمدې وسپنیزو چادرونو لاندې زده کړې وکړي؟ ددوی کورنۍ به دژمې په دې سړه هوا کې پرته له بخاریو ،ګاز ،تودو جامو ،کمبلو …. اونورو اړینو توکو څنګه تر خیمولاندې ژوند وکړي؟ دا اندېښنه مې ډیر زوروي، په کور دننه او له هېواده بهر ټولو شتمنو هېواد والو ،افغان دولت اونړیوالو مرستندویه بنسټونو مې هیله ده چې دکډوالو سره ژر تر ژره مرستې وکړي او دستر بشري ناورین مخه ونیسي.

په همدې هیله