کندهار ښاروالي خپلو کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپونه جوړوي
کندهار ښاروالي د خپلو کارکوونکو د ارتقا او ظرفيت لوړوني په موخه د عوايدو ، پلان جوړوني، سرسبزي او تنظيف، په ښار کښي دولتي املاکو ، ساختماني او ښاري پراختيا او د دخولي دروازو د عوايدو د ډيروالي په برخو کښي روزنيز کورسونه دايروي، چه نوموړي کورسونه به د کندهار ښاروالي لخوا هره پنج شنبه د غرمي د (١١:٠٠) بجو څخه تر (٢:٠٠) بجو پوري په کندهار ښاروالي کي جوړيږي.
د ياد کورسونو د جملي څخه چي تیره پنج شنبه هم په و او نن پنج شنبه هم جوړ سو چه د (۱۳۹۳-۸-۲۱) نيټي سمون خوري دپلان ګذارۍ (پلان جوړوني ) په برخه کښي د (١٤٦) تنو کارکوونکو لپاره کورس داير کړل سو چه د پلان ګذارۍ تشریح ، دښاروالۍ مامورین په روزمره وخت کي کاري پلان ته هڅول او ټول کارونه دښه پلان له مخي عملي کول یي نن ورځي دورکشاف مهم موضوعات وه چي ددې سره په څنګ کي دعوایدو او بودیچې چاري عملا په کارکوونکو تمثيل کړل سوې چي ښه نتیجه یي ورکړه.