کور / تازه خبرونه / د افغانستان او پاکستان الف لوبډلې نن دوستانه لوبه كوي

د افغانستان او پاکستان الف لوبډلې نن دوستانه لوبه كوي

د افغانستان او پاکستان الف لوبډلې نن دوستانه لوبه كوي
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان او پاکستان د كركټ الف لوبډلې نن يوه دوستانه شل اوريزه لوبه ترسره كړي.

د الوبه به د پاكستان په مركز اسلام اباد كې نن غرمه شاوخوا ۱۲ نيمې بجې ترسره شي.
چی ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير محمدنواز شريف به نن د دواړو هېوادونو د کرکټ د الف لوبـډلو ترمنځ د کېدونکې لوبې ننداره وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي رئيس نور محمد مراد د دې سيالۍ په لاره اچول يو ګټور ګام بولي او په وينا يې، دا سيالي به د ملي لوبغاړو پر وړتيا رغونې خورا مثبتې اغېزې ولري.