په افغانستان کي د ايساف عمومي قومندان کندهار ته سفر وکړ

حاجی پوپل | نوومبر 17th, 2014


په افغانستان کي د ايساف عمومي قومندان کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.

نن تر غرمې مخکي په افغانستان کي د ايساف عمومي قومندان جنرال جان کېپمبل او ورسره پلاوي د کندهار په هوايي ډګر کي د کندهار له سپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او خپلو یو شمېر پوځي سرتېرو سره وکتل.

د ناستي په پيل کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا نوموړي قومندان ته د کندهار په هکله بشپړ معلومات وړاندي کړل. ښاغلي ويسا وويل له ۲۰۰۸ کال راهيسي نوموړی د کندهار د والي په توګه دنده لري چي په دې موده کي کندهار په اقتصادي، فرهنګي، تعليمي او نظامي اړخونو کي ګڼ شمېر لاسته راوړني درلودلي دي. هغه زياته کړه چي د ده د ماموريت په لومړيو کي د کندهار اقتصادي وضعيت او تعليمي وضعيت سخت خراب وو، خو په دې تقريباً شپږکلنه دوره کي ګڼ شمېر تغيرات راغلي دي.

د کندهار سرپرست والي وويل: کندهار د افغانستان په سطحه دوهم مهم ولايت دی. که په دې ولايت کي امن نه وي، په ټول افغانستان کي امنيت ناشونی دی. سوله په دې ولايت پوري تړلې ده.

ښاغلي ويسا یادونه وکړه چي د ماموريت په لومړيو کي يې د نظامي ادارو تر منځ همږغي سخته کمزورې وه، خو د خپلي دورې پر مهال يې د ټولو نظامي ادارو د نژدېوالي او همږغۍ هڅي کړي دي. په ولسواليو کي نسبي امنيت رامنځته سوی او د ولسواليو لاري د خلکو پر مخ پرانيستي دي. د هغه په خبره يوه لويه لاسته راوړنه چي کندهار يې لري، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون جوړېدل دي. په دې پوهنتون کي به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچي زده کړي کيږي.

نوموړي داراز يادونه وکړه چي کندهار د ګاونډيو ولايتونو له لوري له امنيتي ګواښونو سره مخ دی. کله-کله له همسايه ولاياتو څخه وسله وال مخالفين کندهار ته راځي او دلته وسله وال بريدونه کوي. بيا هم د کندهار اداره تر خپله وسه هڅه کوي چي له ګاونډيو ولایاتو سره په همږغۍ د وسله والو بريدونو مخه ونيسي.

په افغانستان کي د ايساف عمومي قومندان جنرال جان کېپمبل وويل دا يې کندهار ته دوهم سفر دی، چي په ۲۰۰۳ کال کي يې هم کندهار ته سفر کړی وو. کندهار واقعاً د پخوا په پرتله لوی تغير کړی دي. نوموړي زياته کړه چي د کندهار اقتصادي، تعليمي او امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه سوی دی. نوموړي ژمنه وکړه چي په راتلونکي کي به هم کندهار ته سفر کوي او د دې ولايت امنيتي حالت به له نژدې ګوري.

صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام

Copyright Larawbar 2007-2024