زابل : د شهرصفا لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسئول نن ماښام وژل سوی

حاجی پوپل | نوومبر 19th, 2014


د زابل د شهرصفا د پولیسو مشر وايي چي نن ماښام يې د دې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسئول په یوه برید کې وژلی .
له یاد طالب قومندان سره د هغه یو ملګری هم وژل سوی
د شهرصفا ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار سردار محمد هوتک وايي چي حافظ نعمت الله غوښتل چي د کلات – کندهار د لويې لاري پر سر امنیتي ځيني امنیتي ګواښونه رامنځ ته کړي .
هوتک زیاته وي چي نوموړی وسله وال طالب د شهرصفا په ولسوالۍ کې په لس ګونو ماین چاودنو او بریدونو کې تر ۲۰ د زیاتو دولتي سرتیرو او عامو خلګو د مرګ ژوبلی مسئول دی .
حافظ نعمت الله نن ماښام ۶ بجې غوښتل چي د خارانو کوټی په سیمه کې د کابل – کندهار د لويې لاري پر سر د پوليسو تر برید لاندی راغلی .
له هغه راهیسی چي د کابل کندهار د لويې لاري د امنیت چاري له نړیوالو قواوو څخه افغان ځواکونو تر لاسه کړي ورسره سم د امنیتي پېښو د زیات والي اندېښنې هم څوځله هم مسافرو او هم موټر چلونکو ښکاره کړي .
خپله وسله والو طالبانو د خپل دغه سیمه ييز قومندان د وژل کیدو په اړه څه ندي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024