د ٤٠ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي او ۱۱ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل، ميدان وردګ، کندوز، تخار، بغلان، ننګرهار، نورستان، لوګر او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.