کور / تازه خبرونه / عبدالقادر بلوچ :داسې ښکاري چې افغان کډوالو ته تذکرې ورکړو

عبدالقادر بلوچ :داسې ښکاري چې افغان کډوالو ته تذکرې ورکړو

اسلام آباد : له پېښور څخه په اردو ژبه خپرېدونکي مشرق ورځپاڼې په نننۍ گڼه کې د آئي اين پي خبري آژانس د سرچينې په خبره خبر خپور کړى چې د پاکستان د رياستي چارو مرکزي وزير عبدالقادر بلوچ ويلي دي چې افغان حکومت خپل د دېرشو لکو څخه زيات افغان کډوال هېر کړي دي. افغان ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه د افغانستان پرمختګ پورې تړلې. داسې ښکاري چې دېرش لکو افغان کډوالو ته د پاکستان تذکرې (شناختي کارتونه) ورکړي. نوموړي دا خبرې د سينيټ د کميسيون غونډې ته چې په پارلمان کې رابلل شوې وه وکړې. نوموړي زياته کړه چې ما افغان ولسمشر اشرف غني ته وويل چې افغان حکومت دې د افغان کډوالو په ستنېدنه کې مرسته وکړي چې د پاکستان په حکومت ستر پيټى دى. نوموړي په ځواب کې وويل چې د افغان کډوالو ستنېدنه د افغانستان په پرمختگ پورې تړلې ده.