کور / نوميالي / شلمه پېړۍ، دوه بېلابېل شخصيتونه او يو ډول كار

شلمه پېړۍ، دوه بېلابېل شخصيتونه او يو ډول كار

 


پوهنمل بريالی باجوړیپه شلمه پېړۍ کې د ځان پېښو په هکله دوه کتابونه د پاملرنې وړ دي، چې يو د باچا خان ((زما ژوند او جد و جهد)) او بل د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي (( زما ژوند او ژوندون )) دی.
دا دواړه کتابونه په يوه ټاکلي زماني دور کې ليکل شوي دي، چې سياسي او ټولنيزې پېښې يې يو بل ته ورته دي.
د دواړو کتابونو مرکزي فکر يو دی، چې د پښتنو ويښول، يووالي ته رابلل، په علم او پوهه سمبالول او د دوی خپلواکي يې لوړ مقصد دی. که باچاخان د پښتنو د اصلاح لپاره انجمن اصلاح الافاغنه جوړوي، نو خان شهېد د جنوبي پښتنو لپاره د ((انجمن و‌طن)) په جوړولو لاس پوري کوي.
که باچا خان د خپل خوا و شا پښتانه د ((خدايي خدمتګارانو)) په سياسي ګوند کې راټولوي نو خان شهېد هم ورته په کويټه کې د((ورور)) پښتون په نامه يوسياسي ګوند جوړوي. په همدې توګه که باچاخان په پېښور کې د لومړي ځل لپاره د ((پښتون)) اخبار راباسي نو خان شهيد هم په کويټه او بلوچستان کې د ((استقلال)) په نامه اخبار خپروي. همدا رنګه موږ وينو چې باچاخان بمبۍ ته په خپل لومړي سفر کې د هند له سياسي مشرانو سره اشنا کيږي او په ټولو کې له ګاندي نه ډېره اغېزه قبلوي چې د عمر تر پايه د عدم تشدد په فلسفه درېږي.
همدا راز خان شهيد هم  کله چې بمبۍ ته په لومړي ځل ځي د هند له مختلفو سياسي مشرانو سره پېژندګلوي پيدا کوي او په ځانګړې توګه د ګاندي تر تاثير لاندي راځي. له ګاندي سره په همدغه سفر کې پنځلس ورځي پاتې کېږي او د ده ځينې اجتماعي خصلتونه خپلوي، لکه په وعده باندې هرمرو وفا کول او د عدم تشدد په فلسفه باندې ټېنګ درېدل.
خان شهيد د همدې سفرونو په لړ کې له باچاخان سره هم پېژني او دواړه په يوه خونه کې څو ورځې ژوند کوي. خان شهيدوايي چې زه له باچان نه تنګ وم، ځکه چې هغه له مانه مشر و او زه به يې نه پرېښودم چې کار ورته وکړم، بلکې هغه به زما کار هم پخپله کاوه. باچاخان او خان شهيد که دوه مختلف شخصيتونه  وو نو فکر او کارونه يې زيات سره ورته وو. که باچاخان له کار او کسب سره د پښتنو د بلدولو لپاره کار ته لاس اچاوه او د ګوړې ګاڼۍ يې جوړوله، نو خان شهيد د باغدارۍ تر څنګ د مېوې تجارت هم کاوه. که باچاخان د پښتنو له مشهور شاعر فضل محمود مخفي نه اغېزمن و او خپله ټوله مبارزه يې د ده د اغېز پايله ګڼله نو خان شهيد هم په خپل کتاب کې څو – څو ځايه مخفي يادوي او د ده د مشهور شعر لومړۍ مصرعه په حسرت راوړي چې وايې :


خدايه داسې وخت به راشي چې زموږ جهاز به هم وي
لکه باز به په هواشي په ترخو اوبو به سم ځي


باچاخان د امان الله خان د دور پېښو ته په خپل کتاب کې کتنه کوي او حتی د مرستې يو هيئت هم جلال اباد ته لېږي. همدا ډول خان شهيد هم د امان  خان د دورې له پېښو نه يادونه کوي او د کور جنګ يې بولي.
د پښتو ژبې ترويجول د دواړو مشرانو هيله وه، مختلفو زندانو د دواړو مشرانو د عمر ښايسته او ډېره برخه خوړلې وه. د دې دواړو مشرانو کارونه او فعاليتونه سره دومره ورته وو لکه د دوی د ځان پېښو د کتابونو نومونه چې څومره سره ورته دي.
هغه څه چې خان شهيد له باچاخان نه بېلوي، د ده د ليکوالۍ په برخه کې د ده ډېرکار دی. موږ په دغه دوره کې خان شهيد د يوه معاصر ليکوال په توګه پېژنو، چې په مختلفو برخو کې يې کار کړی دی. د ژورنالېزم په برخه کې د ژباړې په برخه کې او د ژبپوهنې په برخه کې د ده کارونه د ستايلو وړدي.
که څه هم دی په معاصرو علومو نه و سمبال، خو د ده اقدامات په ځينو برخو کې د ستايلو وړ دي. خان شهيد وروسته له پير روښان او خوشحال خان خټک نه دريم شخص دی، چې د پښتو ژبې لپاره ليک دود جوړوي، د پښتو ژبې د ليک دود په برخه کې د خان نظريه ځانګړې ده او په دې عقيده دی چې هرڅه چې وايو بايد هماغسې يې وليکو او زما په نظر دا کار په دې غرض کوي چې له يوې خوا نه ژبه اسانه شي او له بل پلو نه سوچه شي.
کېدای شي چې د ژبپوهانو لپاره به يې ځينې برخې د تامل وړ وي، خو د ليک دود د تاريخ په برخه کې يې دغه کار د ستايلو وړ دی. خان شهيد دغه کار د ضرورت پر بنا کړی دی، ځکه چې اوس هم موږ په ليکدود کې ستونزې لرو او هغه وخت خو به لاډېرې وې.
د خان شهيد پښتو قاموس چې د صمدخاني قاموس په نامه يادېږي هم د دغو کارونو يوه کړۍ ده. خان په دې قاموس کې د ارواښاد وزير محمدګل خان مومند له پښتو سيند نه ډېره استفاده کړې ده. او هم يې زياتې کلمې پخپله جوړې کړي دي. هغه کلمات چې  خان پخپله جوړکړي دي ډېر يې اوس د استعمال وړ دي، ځينې يې داسې هم دي چې نه دي مروج شوي او په نامروجه ويونو کې ځينې داسې موزون کلمات هم شته چې مطبوعاتو ته يې لاره نه ده پيداکړې.
د ژباړن په توګه خان ډېر کار کړی دی، چې يوه ژباړه يې د سعدي د ګلستان پښتو ترجمه ده، که څه هم د ګلستان ژباړه په پښتو کلاسيک ادب کې د لومړې ځل لپاره عبدالقادرخان خټک کړې او بيا په را وروسته وختونو کې ډېرو کسانو دغه اثر ترجمه کړی دی، خو خان يې علت داسې په ګوته کوي چې دا کتاب په پښتنو کې له پخوا نه مشهور دی او بل دا چې د شاګردانو د لوست کتاب دی. او هم پرته له شاګردانو يې د ‌‌‌‌‌ذوق خاوندان هم مطالعه کوي.
د خان شهيد نورې ژباړې د امام غزالي کيميایي سعادت، د شبلي نعماني د سيرت النبي لومړى ټوک، د مولانا عبدالکلام ازاد ترجمال القران او د چارټ اوډايسن کارټر انګليسي اثر ( فيوچر آف فريډم) ژباړې د يادولو وړ دي.
د خان شهيد تر ټولو جامع او مهم اثر د ده د ځان پېښو کتاب دی، چې زما ژوند او ژوندون نومېږي او په درې ټوکه کې خپور شوی دی. په دې کتاب کې خان د خپلې کورنۍ، د خپل وړوکتوب، ځوانۍ، زده کړې، مبارزې، زندانونو، د پښتنو د اجتماعي او سياسي حالاتو، د افغانستان د حالاتو، دودونو او رسمونو په هکله او همدارنګه نورو ډېرو په زړه پورې موضوعاتو باندې ليکل کړي دي.
خان په دغه کتاب کې د خپل ليکدود نه کار اخېستی دی او هم يې د خپل جوړ کړي قاموس له لغاتو نه ډېره استفاده کړې ده، چې پرته له ځينو نا اشنا لغاتونو يې نور ټول هغه لغاتونه دي چې نن زموږ په مطبوعاتو کې په عامه توګه کارول کېږي. د دې کتاب نثر روان او ساده دی، له ځينو نمونو نه يې دا نتيجه اخيستلای شو چې خان  هم د کلاسيک ادب مطالعه لرله او هم يې د معاصرو ادبياتو مطالعه کوله. په کلاسيک ادب کې يې د خوشحال خان خټک او د ميرزا خان انصاري دېوانونه لوستي وو او د معاصرو ليکوالو او شاعرانو سره خو يې ناسته ولاړه هم  وه.
دی په خپل کتاب کې د ځينو مشهورو ليکوالو او شاعرانو يادونه کوي چې ده ورسره اشنايي لرله، لکه صنوبر حسين کاکاجي، ولي محمدطوفان او ژبپوه کوثرغورياخېل، همدغه وجه ده چې د خان د نثر ډېرې خوږې نمونې په دغه کتاب کې موندلای شو، چې زما په ګمان له دغو نمونو نه د خان د تخليقي نثر اندازه لګېدای شي، که چېرې خان ته د تخليقي اثارو د ليکلو موقع پېداشوې وای نو په دې برخه کې يې هم قلم ښه چلېدای شو، له لاندې نمونې نه تاسې اندازه لګولای شئ:
(( ژوند ښه په مزه روان و، چې پلار مې په ۱۹۱۸ عيسوي کال کې چې د يورپ لوی جنګ پر تمامېدو و د پېچ په رنځ ناجوړه سو. هر څه درمان چې کيدای سو و يې کۍ. ګوپالداس يوناني درماني د کوټې او يو کرېشتان ډاکټر له چمن څه راغله، خو رنځ ښه نه سو او شل ورځې پس هغوی خپل خدای ته ورسېده. زه د لسو کالو وم، د پلار د مرګ په نور تاوان نه رسېدم او نه د سره په مرګ پوه وم چې څه وي، خو دا مې ليده چې د چا به پلار مړ و هغه به خلکو يتيم باله. او ارومرو به يې نتلی او بې وزلی ګاڼه، هر چا به داسې خواخوږي ورسره کوله چې ما ته به هغه وړوکی سپک او بې چاری ښکارېده، نو ځکه چې سهار څلور بجې د کور زنانوو او لويو وړو په ژړا د خوبه راويښ سوم او پوه سوم چې پلار مې مړ سو نو ځان راته يتيم، نتلی، بېچاری و هر چا ته اړ او د هر چا د خوا خوږۍ وړ ښکاره سو نو په ژړاسوم. د يتيموالۍ دا کهانده چې مې په زړه کې دومره ټېنګه وه چې سهار د پلار د پتارۍ سره روان وم. که څه هم د شا و خوا کلو په سوونو خلک روان وو چې د کلي خلک وايي چې د بل چا د پتارۍ سره دومرې خلک هيڅ کله نه دي راغونډ سوي. خو زه د يوه يتيم الک سره روان وم، چې محمدابراهيم نومېده ساکزی و.))
د خان د اثارو په شمار کې زه غواړم چې وروسته له دې نه د يوې سفرنامې زياتونه هم وشي. د خان دغه ليکنه ما د پروفيسر عبدالغني خان غنو په کتاب ((بابا پشتون کې متفرقات)) کې تر سترګو شوه چې په اردو ژبه کې ده او عنوان يې دی (( ما په کابل کې څه وليدل)) د خان د دې ليکنې ډېره برخه يوې سفرنامې ته ورته ده، چې کېدای شي د کابل سفرنامه يا د افغانستان سفرنامه ورته ووايو. خان په ۱۹۶۹کال کې د پښتو ټولنې په بلنه د استقلال د جشن په ورځو کې کابل ته راځي، له کندهار نه کابل ته او بيا له کابل نه مزار، هرات، کندوز، جلال آباد او د افغانستان نورو ولاياتو ته سفرونه کوي. خان په دې سفر کې د افغانستان د لويو لارو، باغونو او پارکونو ستاينه کوي.
همدارنګه د مشهورو زيارتونو لکه د سخي صاحب زيارت، په کندهار کې د خرقې مبارکې او د غزني د زيارتونو يادونه کوي، همدارنګه د ګل سرخ د ميلې، د افغانستان د تعليمي سيستم او د افغانستان د مرستونو ستاينه کوي. خان په دې ليکنه کې مقايسوي تحليل کړی دی. زه نه وايم چې دا ليکنه به د يوې بشپړې سفرنامې ټول توکي ولري، خو سفرنامې ته ورته يوه ليکنه ده او کېدای شي چې د خان په اثارو کې دې ليکنې ته سفرنامه ووايو.
د خپلو خبرو په پای کې له فرهنګي ټولنو څخه دا هيله کوم چې د خان شهيد د ناچاپو اثارو د چاپولو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي او هم د پروفيسور عبدالغني خان غنو نه مننه کوم چې د خان شهيد د اثارو په چاپولو کې يې ډېر زيار ايستلی دی او د پښتنو د مشر سياسي او ادبي شخصيت خان شهيد صمدخان اثار يې تر موږه رارسولي دي.


  د خان شهيد ياد دې تلپاتې وي 


ماخذونه:
۱ – زما ژوند او ژوندون، عبدالصمدخان اڅکزی ( لومړی ټوک، دوهم او دريم ټوک )۱۳۸۳ او۱۳۸۶ کلونه ، کويټه
۲ – بابای پشتون کې متفرقات ( اشاعت دويم ) پروفيسورعبدالغني خان غنو۲۰۰۷ کال ، کويټه
۳ – پښتون مجله ( خان عبدالصمدخان شهيد د پښتنو د ملي شناخت په تلاش کې ) د ډاکټر فضل رحيم مروت مضمون
۴ – عبدالغفارخان (زما ژوند او جدوجهد ) د سرحدونو چارو د وزارت د نشراتو د رياست خپرونه دولتي مطبعه، کابل.