کور / هراړخیز / د جام څلۍ (منار) وژغورئ

د جام څلۍ (منار) وژغورئ

د جام څلۍ ( مينار )د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل سوي ،په غور کي یی لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . د جام څلي جوړونکۍ غوري پاچاسلطان غياث الدين غوري دۍ . نوموړي دا مينار د 1163 ميلادي کال څخه تر 1202 ميلادي کال پوري ودان کړيدۍ .
د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان سوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر داوبو سطحی څه ناڅه 1900 متره لوړوالۍ لري او د هريرود سيند پرغاړه جوړ سوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دا څلۍ پوره 67 متره لوړوالۍ لري .
د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل سوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږسویده .د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه ( 9 ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څاي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني چوړي سويدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای سوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .
ايتالوي لرغونپوه اندره برونو په 1961 ميلادي کال د دی منار څیړنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي ګړل ، څرنګه چي د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په 1963 ميلادي کال د جام منار لپاره د لويدلو خطر زيات سو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل سوې . په 1974 ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې سوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار په خپل هيواد کي لرو .په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو خطر خبر دارۍ ورکړيدۍ . هيله من يو چي د هيواد اړوند چارواکي د دې ستونزي د حل چټکي لاري چاري ولټوي ، داسي نه چي دا وياړ هم د چکړي منار په څير له لاسه ورکړو .
****
د اطلاعاتو او فرهنګ ښاغلی وزیر د جام ځلی په اړه یواری د مسولیت څخه د ځان د خلاصون لپاره ننداریری غونډی جوړوی . په داسی حال کی چی پنځه کاله وړاندی می د یوې لیکنی په ترڅ کی همدا خطرونه لیکلی او درې کاله وړاندی می په دوو مخامخو مجلسونو کی هم د بست کلا او هم د نورو ابداتو او له هغې جملې د جام ځلی په اړه ورسره خبری کړیدی ؛
په هر صورت ، د جام څلی د ژر لویدلو د مخنوی لپاره یو ځل بیا دیو شمیر وړاندیزونو مطرح کول اړین ګڼم:
۱ – ژر تر ژره دوو لورو ته دژورو استنادی دیوالونو جوړول ؛
۲ – ځلی ته په نږدې واټن کی د درنو هوایی او ځمکنی ترانسپورتی وسایلو تله را تله منع کول؛
۳ – د ځلی متمایل لوری کمپیوتری سکین او د لوړ ریزلوشن انځور بشپړکول ؛
۴ – د سکین سوی لوری لپاره انجنری اصولو ته په پام په ټاکلو فاصلو کی مستحکم فلزی تکیه ستنی درول ؛
۵ – د لویدلو کاشیو راټولول او د لرغونپوهنی ارونو ته په پام په مناسب فرصت کی د لازم ډاډ وروسته د هغو بیا ځای پر ځای کول ؛
۶ – د مایلسنج دستګاه ژر فعالول؛
۷ – پر له پسې ځار او مراقبت ؛
۸ – د بنسټیز حل لپاره د یونسکو څخه د مجربو کار پوهانو را غوښتل ؛
۹ – نړیوالو فرهنګی موسسو ته د جام ځلی( تړیوال فرهنګی میراث ) په اړه د اضطراری حالت اعلان ؛
۱۰ – د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال کمپاین تنظیمول؛او داسی نور
د پوره پاملرنی ده چی دا وړاندیزونه ټولی هغه چاری په بر کی نه نیسی چی د منار د ژغورلو لپاره اړین دی ، دا چاری باید د ابداتو سره د خطر د مخنوی متخصصو لرغونبوهانو تر مرافبت او ځار لاندی تر سره سی .