د هلمند پر ښوراب بريد پای ته ورسېد

اسدالله زړه سواند | نوومبر 29th, 2014


د هلمند پر ښوراب بريد پای ته ورسېد

د هلمند په ستر پوځي اډې ښوراب پيل سوې جګړه تېره شپه د ۲۶ بريدکوونکي او پنځو افغان پوځيانو په وژلو پای ته ورسېده.

دغه بريدونه وړمه شپه پیل سوي او تېره شپه ۱۱ بجې پای ته ورسېدل.
د هلمند د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني ویلي، چي بريد د شپږو ځانمرګيو او ۲۰ بريدکوونکو لخوا، چي په سپکو او درنو وسلو سمبال وه ترسره سوی دی.

دده په وينا، چي ځانمرګيو بريد کوونکو د امنيتي موانعو د لیري کولو لپاره ځانونو ته چاوددني ورکولې او نورو وسله وال د ښوراوب کمپ ته ننوتلي.

طالبانو د ښوراب پر پوځي قرارګاه د دوی ډله ییز برید په اړه په وروستي غبرګون کې ویلي چې جګړه لا هم دوام لري او ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبان همدا راز ادعا کوي چې د تېرې یوې ورځې راهیسې پیل شوې برید کې یې لسګونه پوځي وسایط، زغروال ټانګونه او الوتکې له منځه وړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024