ويسا: برېښنا بايد په مساويانه ډول ووېشل سي
عطاالله محمدي
د کندهار سرپرست والي د برېښنا رياست مسوولينو ته امر وکړ چي د دغه ولايت موجوده برېښنا دي پر ټولو خلکو په مساويانه توګه ووېشل سي.
په غونډه کي چي نن ماپښين په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د برېښنا رئيس انجنېر سيدرسول، د دغه رياست اړوند مسوولينو، د ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال او د ناحيو وکيلانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په غونډه کي چي د برېښنا د ستونزو په هکله جوړه سوې وه، وويل موجوده برېښنا بايد د کندهار پر ټولو اوسېدونکو په مساويانه توګه ووېشل سي. ښاغلي ويسا وويل چي له څه وخت راهيسي د برېښنا د نه شتون او لږوالي په هکله د خلکو شکايات ډېر سوي دي. نوموړي د برېښنا رياست مسوولينو ته وويل چي دوی بايد د خلکو استازو او د ناحيو وکيلانو ته مستقيماً ځواب ووايي چي د برېښنا د کموالي ستونزه په څه کي ده.
ښاغلي ويسا وويل: له دې غونډي څخه مي هدف دا دی چي د برېښنا رياست مسوولينو او مامورين ما او ولس ته دا په ډاګه کړي چي برېښنا ولي لږ سوې او ولي په مساويانو توګه نه وېشل کيږي. زه نن ګونګي او مبهمي خبري نه اورم. نن به ما ته څرګندي خبري کوئ. ځکه تاسي مي پر يوه مېز کښېنولاست چي يو بل ته ځواب وواياست.
نوموړي د دغه رياست مسوولينو ته امر وکړ چي تر دې وروسته بايد دوې فعالي شمېرې د ناحيو وکيلانو ته ورکړي او که د کومي ناحيې برق پر وخت نه وو راغلی، د ناحيې وکيل به دوی ته شکايت کوي. ويسا داراز هدايت وکړ چي که هر کله د کجکي د برېښنا مزي قطع سي، بايد دغه رياست سمدستي د ملي راډيو-ټلوېزيون له لاري خلکو ته خبر ورکړي، تر څو خلک د برېښنا له جريانه خبر سي. نوموړي داراز د رياست مسوولينو ته هدايت وکړ چي د برېښنا د بيلونو په هکله بايد ولس اګاه کړي او هري پوښتني ته يې بايد د رسنيو له لاري ځواب ووايي.
د برېښنا رياست مسوولينو د کندهار سرپرست والي او د ناحيو وکيلانو ته د برېښنا په اړه لازم معلومات وړاندي کړل او ژمنه يې وکړه چي پر ټولو خلکو به په مساوي شکل برېښنا وېشي. د برېښنا رئيس وويل چي اوسمهال د برېښنا مزي پرې سوي، ځکه نو هري سيمي ته يوازي ۴ ساعته برېښنا ورکول کيږي. د دې رياست مسوولينو د بيلانو د هغه ستونزي په اړه چي کله ډېر کله لږ راځي هم بشپړ معلومات وړاندي کړل. د غونډي په پای کي د رياست مسوولينو د ناحيو وکيلانو ته دوې شمېرې ورکړې، تر څو هغوی اړوندي ستونزي ورسره شريکي کړي.