کور / هراړخیز / د First in اوولسم څپرکی ( ددښمن د اندازې څرګندول )

د First in اوولسم څپرکی ( ددښمن د اندازې څرګندول )

ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )


كله چې زه اوكريس دپروفيسوسياف سره په ليدنه بوخت وو،ريك ،ميوري ،سټان  اوممتازپه جيپ موټركې دسړك دخرپوالي له امله ښكته اوپورته كيدل ،دوى غوښتل چې دجنرال بسم الله خان سره ليدنه وكړي .

دجبل السراج خواته له ګرځيدو څوكيلومتره سړك وروسته پوخ ؤ،خو دبمونوله امله ځاى ځاى وران شوى ؤ.

ريك پردغه سړك دارام سفرپه كولوسره حيران شو، هغه دسړك دډېرخرابوالي له امله فكركاوۀ چې پدغه هېوادكې نورهوارسړكونه هېڅ پاتې ندي ،دسړكونوترڅنګ په پرتليزډول پياوړي كورونه ول،هغه كورنه چې په دره كې تراوسه موږنه ؤليدلي ،كه څه هم چې دجګړې نښانې پكې وې اوټولوته دبياجوړونې اړتياوۀ خوبياهم ددوامدارې پياوړتيانښانې پكې وې .

دوى په نڅاپي ډول پنجرې وليدې چې پرسريې اغزن سيمونه راتاؤشوي ول اوپه منځ كې يې يوه ښه ساتل شوې ودانۍ وه ،دزاړۀ  T-72 ډوله روسي ټانك دتوپ برخې اولوى زاړۀ موټردودانۍ دانګړپه منځ كې ولاړاوپه ډلوډلوسرتيري سفرته تيارى نيولى ؤ، دموټرپه تېريدوسره دهېچاپام هم دموټروپه لوري ونه ګرځيدۀ اوخلك له هغه غبرګون سره په مخالفت كې ووچې په درۀ كې زموږپروړاندې ترسره كيدۀ .

ريك مخامخ يوه غونډۍ وليده چې پرسريې څومختلفې ودانۍ جوړې شوې وې .

سرتيري دغونډۍ پرلمن له تيريدو وروسته ،دانګړدروازې ته ورسيدل،دووتنوسرتيرو چې پاك زرغون رنګه خاكي يونيفورم اونظامي خولۍ يې پرسرونو وې ،موټرته د دريدلواشاره وكړه ،يوسرتيرى چې كلاشينكوف يې درلودله حافظ سره دخبروكولولپاره دموټرخواته راغى ،سرتيري دريوبهرنيوته ور وكتل ،اودسرپه ښورولويې دهوځواب وركړ.

ريك ددۀ چپ لوري ته دترپال لاندې له شپږوبوجيوپه جوړه شوې پوسته كې څلورتنه سرتير وليدل چې 12,7 ملي متره توپ ورسره ؤ،له يوې لنډې محاورې اوبهرنيوته له بياكتنې وروسته يې موټرته دانګړپه لوري دتګ اجازه وركړه .

موټروان سملاسي موټرخام سړك ته چې دغونډۍ په بېخ كې ؤ،وګرځاوۀ ،دغه ځاى ديوې ګوريلاډلې كمپ نه بلكې يورښتينى پوځي ځا ى ؤچې په نظم اودسپلين سره اداره كيدۀ .

خان ديوې غونډۍ پرسردسرتېروديوې شپږكسيزې ډلې په منځ كې دريدلى ؤ،اودوى ته په انتظارؤ.

درې امريكايان چې له اوږدۀ سفر وروسته په سختۍ سره له موټرڅخه كوزاوخان يې له موسكاسره وليد اودهركلي لاس يې وروغزاوۀ ،هغه دهرويوۀ لاس په جدي ډول په زورسره وښوراوۀ اوممتازدجنرال دپېژندګلوى ژباړې ته دوام وركړ.

زه بسم الله خان يم اوزماځاى ته مودراتګ هركلى وايم .

خان نېږدې پنځه فوټه جګوالۍ درلودچې غونډمنډ،خوښ مخ اولنډه پاكه ږيره يې درلوده .

په ګروپ كې نورافسران چې معرفي نشول په پوځي يونيفورم كې ول ،خوبسم الله خان غربي ډوله خاكي پتلون ،بنيان ،يوتور واسكټ اونصواري رنګه دغرونودتګ بوټان يې غوستي ول ،دريك په ګمان دخان عمربه دڅلوېښتوكالوپه شاوخواكې وي ،كه څه هم چې هغه يوڅه غښتلى ښكاريدۀ اودا ددۀ دښه صحت نښه وه .

جنرال بسم الله خان دوى يوې ودانۍ ته رهنماكړل چې څومختلف دهليزونه يې درلودل اودودانۍ د پاسني پوړكې په يوه كوټه كې يې پرچوكيودكيناستلودعوت وركړ .

كوټې لويه كړكۍ درلوده چې بهرترې دشمالي هوارې سيمې په زړه پورې منظره ښكاريده اودكابل خواته ديوۀ نصواري رنګه تته ورئيځې په ډول ښكاريدۀ .

دكوټې په كونج كې پوپاك سوتره چپركټ ؤاوڅودانې لمپې دمېزپرسراېښودل شوې وې .

دغه كوټه بې له شكه دخان ددفتراوخوب ځاى ؤ،په كوټه كې له كيناستلووروسته درې ياڅلوروتنو ځوانو سرتېروپه بيړه ميوه اودچاى ډك پتنوسونه راوړل .

دپيالودلګيدلواودكسانودشورماشورپرمهال خان دګروپ لپاره بياهم هركلى ووايۀ .

هغه ويل چې جنرال فهيم هغه ته ددوى دGPS سروې په باب پوره مالومات وركړيدي اوله ګروپ سره دهغه شخصاُدكاركولوله امله ډاډوركړ.

هغه دخپلې تجربې له مخې پوهېدۀ چې دراتلونكي بمباردكمپاين لپاره دلومړيوكرښودقيقه نقشه اخيستل يواړين كاردى .

ريك هغه ته په تكرارسره وويل چې  دامريكاپوځ به دشمالي ټلوالې په شمول دجنرال بسم الله خان ځواكونوته دجګړې په وخت كې دزيان اوښتودكچې راټيټولوته ډېرپام وكړي .

جنرال په موسكاسره وويل چې كه رښتياووايم،زه علاقه لرم چې تاسې دښمن ترسختې بمبارۍ لاندې ونيسۍ ،ښايي چې يوڅوبمونه به زماپه موقعيتونوولويږي اوداپه جګړه كې پېښيږي .

كه چېرې تاسې دښمن دسختې بمبارۍ لاندې ونيسۍ ،موږبه دغه ډول مرګ ژوبله بدون له شكايت څخه قبوله كړو.

هغې خبرې دڅوشيبولپاره بندې كړې بيايې وويل چې هوبايدحتماٌُ له اختياط څخه كار واخيستل شي .

داكتوبرمياشتې په نيمايي كې ،دبمونوڅوبدمرغه سهوې وې وشوې چې له امله يې دشمالي ټلوالې څوسرتيري اوڅوملكي وګړي ووژل شول ،خان په ارام سره دغه مرګ ژوبله قبوله كړه .

خان چې ودريدوزه پوى شوم چې دچاى څښلومراسم پاى ته ورسيدل ،خان وويل : ښاغلوراځۍ چې پيل يې كړو،خان اوګروپ له كوټې څخه بهرشول ،دډېروكاركوونكيودمنډواوترړوبل پړاؤپيل شو،دودى دګروپ لپاره دروازې خلاصولې اوپه ګڼودهليزونوكې ځانونه په ديوال نښلول ترڅوګروپ ته دازادتيردلواجازه وركړي ،بهرخان دګرردونوډك خوښۀ ساتل شوى ټيوټا لنډكروزر موټرپه مخكيني سېټ كې كيناست اونوګروپ اوممتازدموټرپه وروستي سيټ كې ورسره ډمبارشول اودورځې لپاره يې داړتياوړ توكي دموټرپه شاكې واچول .

خان يوه لاسي كوچنۍ مخابره درلوده چې په دوامدارډول يې شوركاوۀ ،دSOV موټردخړواونصواري رنګه دوړوپه منځ كې راووت اوحركت يې وكړ،يوپيك اپ موتريې له موټرسره يوځاى شو،ريك دموټرپه وروستنۍ برخه كې څلورسرتيري وليدل چې دموټركروم اوخړرنګه ميله يې نيولې اودګردونوپه منځ كې ولاړ ول .

خان دمخابرې په كارولولګياؤاوپه څرګندډول مخكيني موقيعتونه يې دكتارله ورتګ څخه خبرول ،په مخابره كې دنډې محاورې وروسته ،خان ګروپ په لنډډول دجګړې ډګرپه تكتيكي حالاتوپوى كړ.

زموږلومړى كرښه په كوم ډول چې تاسې هيله لرى په هغه ډول نده ،زيات شمېرلويدېځوالوخبريالانودغه ځاى ليدلى اوهروخت يې په دواړوخواووكې دمورچلويوه دوامداره ليكه ليدلې ده .

موږلوړې نقطې تر ولكې لاندې لرواوپه مهمونقطوكې كلك دفاعي موقيعتونه لرو،لكه څنګه چې تاسې به يې وګورى ددغې غونډۍ لمن هم زموږترولكې لاندې ده ،دپټيدلولپاره سخت ځايونه لروچې ډبل ديوالونه اوباندينۍ برخې يې دويشتلولپاره موقعيتونه لري .

له ګل بهارڅخه لوديځي خواته اودبګرام دهوايې اډې زياته برخه دغونډۍ له بېخ څخه دكرښې په ځينوځايونوكې له شپږوڅخه تراتوميلونوپور ې پراخيږي ،دبګرام لويديځې خواته يوه وتلې ټوټه وه چې دكابل په خوا غزيدلې وه .

دهسكونقطوپه درلودلوسره دخان ځواكونه توانيدل چې دښمن دهغوپه سيمه كې ترډېرې اندازې پورې وڅاري اودښمن ته يې دخان څخه له وړاندې خبريدولواوتياري نيولوپرته دزيات اودرانډه يرغل لپاره دتياري اجازه نه وركوله .

خان وويل چې ددوى څارګرې ډلې دوى ددښمن له حركاتوڅخه په پوره ډول خبرساتي ،زموږتوپخانه اوزمادلاندينيوليكوټانكونوله امله ددښمن پروړاندې دهرې حملې په پايله كې هغوى ته دروندزيان رسيږي اوهمداروګه لاندينۍ ليكې د اړتياپرمهال په چټكۍ سره ملاتړكولاى شم ،كه چېرې دښمن دلاندينيوليكوپه ماتو ولو وتوانيږي ،ددښمن لپاره دغونډۍ دمخ پورته حملې كول دسختې پېچومي اوګړنګونوله امله ډېره ګرانه تماميږي،دغونډۍ په سركې فقط يوڅوتنه كولى شي ددښمن دحملې په مقابل كې هغوى ته درانده مرګ ژوبله واړوي .

دطالبانودتوپ هدف اونښې ناسمې اوغلطې دي اوددوى هوايي حملې بې اغېزې دي ،موږپه دغوموقيعتونوكې ديوځل لپاره ډېركسان نه ګمارو،خوزموږدځواكونوزياته برخه دساتندويه ځواك په ډول دكرښوپه شاكې پراتۀ وي ،دغه موجودكسان زموږډېرلږ ځواك دى .

ځكه چې زه دډېروكسانوپه لومړيوكرښوكې دساتلولپاره لوجيستيكي جوړښت نلرم ،ساتندويه ځواك مودممكنه لويې حملې ددفاع په خاطرياكه خداى كول ديوۀ يرغل لپاره په پنجشېركې ساتلى دى ،دلته زمادځواك دتوپخانې اوټانكونوپه درلودلوسره زه په اسانه توګه ديوې ورځې لپاره حمله په شاتنبولى شم اوساتندوي ځواك ترهغې له پنجشېرڅخه رارسيدلى شي .

خان مخابرې ته دځواب لپاره خبرې ودرولې اوبيايې وويل : ددښمن په طرف كې به تاسې ووينۍ چې هغوى په هواره كې دكليوپه نيولوسره كرښه جوړه كړېده ،دوى ټول محلي خلك له كورونوباسلي اودهغوى كورونه يې په سنګرونوبدل كړي دي ،كوروه له تېږودجوړشوو ډبلوديوالونواوكوچنيوكړكيوپه درلودلوسره ددفاع لپاره ډېرغوره دي اودهغوى ورانول ډېرمشكل دي ،دتوپ ګولى مستقيماٌ په چتونوباندې ډېرښه كاركوي .

هغۀ خبرې ودرولې اوموسكايې وكړه ،ويې ويل چې دهغوويشتل حتى زماكسانولپاره هم مشكل دي ،له نېږدې واټن څخه مځكيني جنګ ته اړتياشته ،دديوالونودورانولولپاره بايدله تانګونواو درانۀ بې پسلګده وسلې خخه كار واخيستل شي،تاسې به ووينۍ چې كلي ډېرسره نېږدې دي ،نوپدې اساس دجګړې لپاره جنګي خونې لري ،خودوى يوازې زموږدحملې په وخت كې په هغوځايونوكې جنګيالي اچوي .

دغه كلي دكابل په لوري هواره سطحه اوددغه ځا ى اوكابل په نيمايي كې غونډۍ ددويمې ښې دفاعي كرښې په توګه كاريدلاى شي ،دطالبانواوعرب جنګياليوزياته برخه ساتندويه ځواك ،دهغوغونډيوترشادى چې زمادتوپ دلګيدلوڅخه خوندي دي .

په ښكاره زه ددښمن دموقيعتونودماتوولوتوان نلرم خوزه اوزماكسان ترخپله وسه پورې كښښ كوي .

سټان ترې وپوښتل چې جنرال صيب دعرب جنګياليوپه باره كې څه پوهېږې ؟

هوښه پوښتنه دې وكړه ،عرب قطعاً دطالبانوله ځواكونوڅخه په جلاډول ساتل كيږي ،په عمومي ډول هغوى دلومړيوكرښومهم نقاط په واك كې لري ،ددوى موقعيتونه په اسانه ليدل كيداى شي ،هغه تعميرونه چې هغوى اشغال كړي دي دكانكريټ اودخاورو دبوجيوپه واسطه يې تقويه كړي دي ، دوى ددغه ډول پرمختګونولپاره پيسې لري ،دوى ښه مجهزاوپه ښه توګه روزل شويدي ،دوى دشيطانانوپه څېرجنګ كوي ،په ځانګړي ډول هغه مسلمان جنګيالي چې دچيچنيااو اوزبكستان اوسيدونكي وي ،دغه شيطانان افغانانوته نامشابه اصلاً دډزوپرمهال نښه نيسي ،دغسې نه ( هغه خپل دوه لاسونه له سرڅخه پورته كړل ،يولاس يې له بل څخه دوسلې دنيولوپه ډول مخكې كړاوبيايې خپلې سترګې پټې كړې اودلاسونوپه واسطه يې وړاندې او وروسته داففاني ځواكونودويشتلوهغه معياري پېښې يې وكړې چې د ۱۹۷۸ كال راپدېخوايې دجګړې داوږدوكالونوپه دوران كې ترسره كوې ) اودوى (بهرني جنګيالي ،ژ) تسليميدل نه خوښوي ،دوى په زړه ورتياسره جګړه كوي ،دوى به ان څه درته ووايم ،بيايې خبرې ودرولې ،او ويې ويل : هو دوى هغه سريښ دي چې زموږدحملې په وخت كې دطالبانوځوكونه سره يوځاى ساتي .

دموټردشورله امله ريك وركوږ شوترڅوخبرې په پوره ډول واوري ،جنرال ووې ،دطالبانوموقعيتونه به په لنډوخت كې دامرېكادهوايي ځواكونوهدف وګرځي اودروندزيان به ور واوړي ،خوموږتاسوته دلومړيوكرښودنقشې په ګوته كولوكې  اندېښمن يو،لدې كار وروسته به طالبان اوعرب جنګيالي سره ټوټه كړو،موږبايدله تاسوسره كاروكړوترڅودنښې لپاره دړومبنيوموقعيتونويوليست جوړكړو.

ښاغلى جنرال : ستاسره به دهمكارۍ لپاره به دامريكاټول هوايي ځواك بدرګه وي .

جنراله په روڼ تندي ددغه نظرلپاره موسكاوكړه ،انشاء الله كه داكارترسره شي اوكه چېرې ددوى لومړنۍ كرښې په پوره ډول زيانمنې شي ،نوزماځواكونوبه وكولاى شي چې ويجاړتوب يې مكمل كړي .

SGY  موټربريك ونيواوجنرال دموټردروازه خلاصه كړه اودموټرله ولاړيدوڅخه مخكې كوزشو،دګروپ دكوزيدوپرمهال جنرال له يوۀ غښتلي سرتيري سره چې افغاني كلتوري جامې يې اغوستې وې اوددريوسرتېروپه منځ كې ولاړ ؤ،پاروونكي محاوره وكړه ،هغه سړى له موسكاسره دګروپ په لوري ور وكتل او دسرپه ښورول يې سلام وكړ، جنرال دغه سړى په اوږو وټپاوۀ اودګروپ په لوري يې رواګرځاوۀ او ويې ويل چې دغه جګړن حاجي اغادى ،دى ددغه ځاى امردى .

ددۀ كسان په هغه سركې دي اوزموږانتظارباسي .

سخته چړايي ده خونن ورځ بايدډېركارونه ترسره شي ،نوددې لپاره بايدتلوارو وكړو، لدې خبرو سره جنرال راتاؤاوديوې توږل شوې كږې لارې په لوري روان شو،چې دغونډۍ ترتېرې څوكې پورې يې نېږې اته سوه فوټه جګوالۍ يې درلود.

جګړن له جنرال سره دپاتې ګروپ تريوځاى كيدوپورې انتظارشو،ريك وليدچې دجګړن په شونډوموسكاخوره وه اودسرپه ښورولوسره يې دګروپ هرغړي ته درناوى كاوۀ .

جګړن له ټولوڅخه وروسته په لار روان شو،دجنرال دپښوګامونه تېزشول او ريك ته ښكاره شوه چې هغه دلارې له هرې كږې څوكې سره لاګړندى كيدۀ .

امريكايان له ډېرزيار وروسته په جنرال پسې نېږدې كيدل ،لارې ډېره چړايي درلوده اوپه زياتوځايونوكې يې جغل پراته وو،لدې امله سوسته وه ،له پنځه سوه فوټه ختلو وروسته ريك پوره په خولوكې ډوب ؤاوپه مشكله يې ساه اخيسته .

موږدتيروڅومياشتوپه دوران كې دمنډې وهلوله امله منندوى ؤ(دورزش لپاره ،ژ) .

كه څه هم ريك پوهېدۀ چې دغه تګ دروغتيالپاره ښه دى اوپدې هم پوهېدۀ چې دغه ځاى ۶۵۰۰ فوټه لوړوالۍ لري ( منظوريې دسمندرله سطحې څخه دى ،ژ) خولدې نورهم لوړې ته خيژي .

ريك اوريدل چې سټان هم ددۀ په شاكې دى اوددۀ غوندې په مشكله ساه اخلي ،هغه پوهېدۀ چې كه چېرې لاره پلنه واى نوسټان به له دوى سره په څنګ كې روان وا ى .

ريك دسټان هغه خبرې چې دشونډولاندې يې كولې اوريدې ،هغه (لعنتي غرونه )ته ورته درټلوخبرې دنفسونوداخيستلوپرمهال اوريدلې .

ريك دورځې لپاره دسامان دروندبكس بلې اوږې ته بدل كړاوپورته يې وكتل ،ميوري دجنرال پوندې كتلې اوريك ليده چې هغه دغه كار په مشكله سره كوي .

دوى ټول پوهېدل چې خان امريكايانوته ځان ښوونه كوله اود دريوكسانوڅخه هېڅ يوۀ هم نه غوښتل چې خان ته اجازه وركړي چې دهغه څخه ډېر وروسته پاتې كيدوله امله ځان وښايي اوياخدى مه كړه چې هغه ته دتنفس دمشكل دپيداكيدوله امله دوى نه غوښتل چې له خان څخه وروسته پاتې شي .

كله چې خان دغونډۍ تېرې څوكې ته ورسيد،هغه دنورګروپ درسيدلولپاره څوشيبې انتظار ودريد،هغه دوى ته په غونډۍ باندې دختلوپه وخت كې په اختياط سره كتل اودوى هم دۀ ته ور ورسيدل اوترې چاپيره شول ،هر يو تن په مشكله سره ساه خيسته اومخونه يې لاندۀ ول ،خوكوښـښ يې كاوۀ چې ځانونه عادي وښايي .

ممتازدستونزې له امله ترټولوخراب مالومېدۀ ،خوله ګروپ سره ديوكيدلوپه وخت يې جنرال ته په موسكاور وكتل ،جنرال بيخي په عادي ډول تنفس كاوۀ ،لكه څنګه چې تاسې ګورى دغه منطقه زمادلومړۍ كرښې چپ لورى دى اودغه غونډۍ دشنومالي (نوم) هوارې دښتې ته درسيدووروستۍ غونډۍ ده ،تاسې كولاى شى چې دجګړې ډګراودغونډۍ كرښه چې زموږښي لوري ته غزيږي ووينى اوپه عين حال كې ددښمن اوزمادځواكونومؤقعيتونه هم ليدلى شى .

هغه دغونډۍ ليرې خواته وكتل اوبياراوګرځيد ويې ويل : سره لدې چې دښمن موږپه پوره ډول نشى پيژندلاى خوكه وپوهيږي چې غيرمعمولي خوځيدونه شته ،كيدونكي ده چې دتوپ هدف مو وګرځوي ،كه څه هم ددوى دتوپ نښې دقيقې ندي خوبياهم كله كله هغوى بختوركيږي (ياني ګولى يې په هدف لګيږي ،ژ) .

لدې خبروسره دى دغونډۍ دليرې پرتوموقعيتونوپه لوري وخوځيد.

جګړن حاجي اغا دجنرال خواته ورغى ،ريك په پام سره مؤقعيتونه وكتل ،دغونډۍ مخكينۍ برخې ته دخټودرې ودانۍ جوړې شوې وې اوددغوودانې په منځ كې دګيدړودغارونوغوندې غارونه يوې بلې خواته شته ول .

نېږدې لس سرتيرې ولاړول چې ګروپ ته يې په مسكاكتل اوپرهمدې مهال يې پخپل منځې په كراره خبرې هم سره كولې .

دمجاهدينوپه ډول جامې يې په تن وې خووسله اونورسامان يې پاك اوسوتره ښكاريدل ،دغه ځواكونه ښه تغذيه اوغښتلي مالوميدل ،يو2SU-23 م ډوله دالوتكوضدتوپ چې غبرګ ميلونه يې درلودل دغونډۍ دسرپه لوري لګيدلى ؤ.

ريك وويل چې دتوپ دميلونومخكينۍ برخه يې لنډه كړې ده ،ترڅودغونډۍ دڅنګ په لوري ښۀ وويشتل شي اوپرهمدې مهال كې له ويشتونكي سره ډېره مرسته كوي .

دورانيوترمنځ يوكوچنۍ 14,5 ميلي متري ماشين ګڼ هم لګيدلى ؤ،دودانيوترمخ دغونډۍ په اواره برخه كې يو82m ملي متري هاوان هم لګيدلى ؤ.

منځينۍ ودانۍ ته په رسيدوسره موخپل بكسونه په ودانۍ كې كېښودل اودخان اوجګړن اغاپه تعقيب دسمڅې تيارۀ داخل ته ورننوتو،ددغې سمڅې ديولونوبه نېږدې درې فوټه پلنوالى درلوداودچت دكلكوالي لپاره يې ډبلې مټې وركړې وې ،خان زموږدګروپ غړي ددغومټوپه ځنګل كې دهغودريوخلاصوكړكيوپه لوري وروستل چې دغې سمڅې ته يې يوازې رڼاوركوله ،خان دكړكۍ په مركزي برخه كې اوممتازورپسې ودريد،ترڅوژباړه وكړي ،خان موږته له كړكۍ څخه بهردلاس اشاره وكړه او ويې وې :تاسې وينۍ چې له دغه ځايه موږدلاندينۍ اوارې ځمكې په لوري دويشتلولپاره ښه ساحه لرو،هغه ګڼ كورونه وګورئ اوپه لاس يې اشاره وكړه ،په هغه خام سړك باندې دطالبانويوموټردحركت په حال كې دى ،زموږكسانوSUV جيپ ته ورته موټروليد،چې پرسړك په تيزۍ سره روان ؤاوترشاه يې دګردونوغونډۍ جوړولې اودودانيوديوې ګڼې برخې په لوري روان ؤ.

دطالبانوله كرښې دشمالي ټلوالې دغه كرښه داتۀ سوه مترو په واټن كې پرته وه ،ميوري له جنرال څخه وپوښتل ،اياتاسې كله په داسې وخت كې پدوى باندې ډزې كوى ،ځكه ډېره اسانه نښۀ ښكاري ؟

جنرال SVV موټرته وروكتل ،ويې وې :كه چېرې دڅوموټروكتارنه وي اويايې په نېږدې وختونوكې پرموږډزې نه وي كړي نوموږزيات وخت په دغسې موټروډزې نه كوو،موږخپل مهمات ساتو،راځئ چې بهرلاړشواوكارپيل كړو.

سټان اوميوري خپل بكسونه خلاص كړل ترڅوGPS  نقشه اوقطبنامه برابر كړي ،جنرال هم دوى په پام سره كتل ،سټان اوميوري داړتياوړتوكي تيرماښام دشمالي ټلوالې دكرښودنقشوپه ګډون يوځاى برابركړي ول .

سټان جنرال ته وويل : كولاى شوچې ستاهغه نقشې چې ددغې سمې لپاره يې كاروې وګورو،ترڅوستاسې نښانونه زموږله نښانونوسره پرتله كړ؟

جنرال له جګړن اغاسره وغږيدۀ اوهغه يوه نقشه چې په نرم ټوكركې پوښل شوې اودښيښې په سركې په يوۀ كوچني بكس كې راځوړنده كړې وه  راواخيسته ،سټان اوجګړن په ځمكه باندې خپل نقشې څنګ په څنګ سره كېښودې اوجګړن كې دهغوى موقعيت ورته په ګوته كړ،سټان له هغې نقشې څخه ددغه موقعيت كوردينات واخيستل اوهمدغه كوردينات يې پخپله نقشه كې تطبيق كړل .

جګړن دشورويانودپوځ نقشه درلوده چې په تفصيل سره مالومات پكې ول اوسټان سملاسې پرې پوى شوچې دغه دوه نقشې په مختلفوبڼوميزان شويدي ،ديوۀ ميزان دحساب اړول بل ميزان ته ساده حساب ؤ،خوپه خاوروباندې دګوڼدۀ وهلوپه حال كې به دغه كارستونزمن وي ،همدې مهال ميوري د GPS پواسطه څومختلف كوردينات واخيستل ،هغه او سټان په ګډه ددغه دواړونقشوپريادشويوكورديناتوسره موافق شول اوپه پام سره يې په نقشوكې په نښه كړل .

ورځ هم اوږده ورځ وه،دغې سروې دماښام له شپږوبجوڅخه لږډېردوام وكړاوګروپ دشمالي ټلوالې له ټولوكرښوڅخه كوردينات واخيستل ،دغه ورځ له هڅواوكوښښونوڅخه ډكه ننګونكي ورځ وه اوګروپ دكورديناتوداخيستلولپاره په يو وارپه يوموقعيت كې دڅوشيبولپاره دريدل اوبيابه په جنرال پسې شاته دراتلونكي موقعيت په لوري روانيدل .

غرمه هم دچرګوغوړه غوښه وه ،ياګروپ فكر كاوۀ چې دغه ډنګره اوبدرنګه غوښه دچرګې وه ،وريژې ،ميوه ،خوږګرم چاى اودبوتل اوبه هم ورسره وې .

داوږدې اوګرمې ورځې په اوږدوكې جنرال خپله ليوالتياهېڅ له لاسه ورنكړه اوتراخېره پورې شاته پاتې نشو،هغه په روڼ تندې سره موسكاكوله ،پداسې حال كې چې ګروپ په سوكه سره په موټروكې دپنجشېرپه لوري ددوه ساعته له جمپونود ډك سفرلپاره تيارى نيؤ،جنرال له هريوۀ تن سره مخه كوله اوويل  يې چې له كاره ډكه ورځ وه ،كه چېرې دغې ته ورته څونورې ورځې كارهم وكړو،موږبه افغانان ستاسې كړو،دى دسړك په غاړه ولاړؤاوممتازهم ورته سراښوراوۀ .

ريك دګروپ په لوري موسكاوكړه او پوهيدۀ چې دوى (دګروپ غړي )دجنرال په خوښولوسره كامياب شول ،دى پدې هم پوهېدۀ چې ددغه برياليتوب دلاسته راوړلوپه بدل كې به دوى ټول راتلونكي څوورځې دبدن دغړوپه خوږيدو تېرې كړي .