کور / تازه خبرونه / جنرال رحيمي د کابل امنيه قوماندان سو

جنرال رحيمي د کابل امنيه قوماندان سو

وروسته له هغه چې د كابل د امنيې پخواني قوماندان جنرال ظاهر ظاهر استعفا وكړه د كورنيو چارو د وزارت لخوا جنرال عبدالرحمن رحيمي پدې پوست وګمارل شو. رحيمي تر دې وړاندې د بلخ د ولايت د امنيې د قوماندان په توګه دنده اجرا كوله. د كابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي ويلي وو چې ښاغلي ظاهر خپله استفعا شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د كورنيو چارو وزارت ته وړاندې كړې وه ؛ چي تېره ورځ ومنله سوه . خو د ځينو په آند بيا نوموړى استعفاء کولو ته اړ کړل سوى ځکه چي په وروستيو کي امنيت په کابل کي ډېر خراپ سوى وو.