ناپېژاندو وسله والو دوه پوليس ووژل

عطاالله محمدي | دسمبر 1st, 2014


ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کي دوه پوليس ووژل.
پېښه نن غرمه د زرنګار سالون مخ ته رامنځ ته سوه. عيني شاهدان وايي چي پر يوه موټر سايکل ئې يو کس وليد چي تر زرنګار سالون لاندي ولاړ عسکر ئې وويشت کله چي ئې دوهم عسکر د مرستي په موخه را وځغستل د دوهم وسله وال له خوا هغه هم وويشتل سو.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024