کور / تازه خبرونه / ابو علي سينا دارالمعلمين محصلين فارغ کړل

ابو علي سينا دارالمعلمين محصلين فارغ کړل

پېښور : په پېښور کې د ابو علي سينا د عالي دارالمعلمين څخه د فراغت د شپږمې دورې غونډه جوړه شوې وه. چې په کې په پېښور کې مېشتو افغان کډوالو، د افغان ليسو مديرانو، افغان محصلينو، د بېلا بېلو خبري رسنيو خبريالانو او يو شمېر د نظر خاوندانو برخه اخيستې وه. د غونډې د پرانستې د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آيتونو وشوه. غونډې ته د نوموړي دارالمعلمين مشرې مستوره ستانکزۍ وويل : چې دا دارالمعلمين مو د بېوزلو او بېوسو افغان ځوانانو لپاره جوړ کړى، چې افغانستان ته د علم او زده کړې ډالۍ ورکړي. افغانستان دا مهال اتيا فيصده پر پښو ولاړ دى، چې زياتره ونډه په کې د افغان کډوالو د ځوانانو د علم او زده کړې ده . افغانستان په تېرو درې لسيزو کې سختې ستونزې وگاللې خو د ځينو اړوندو ادارو په مرسته مو يو شمېر افغان ځوانان د علم په گاڼه سمبال کړل او دا دى د شپږمې دورې د محصلينو د فراغت سندونه وېشل کيږي. دې غونډې ته د افغان ليسو د مديرانو د شورا مشر امان الله نصرت، د شهاب الدين غوري د ليسې مشر سعد الله سعادت شعرونه وړاندې کړل. د غونډې د مشرتابه لپاره د ساپي د څېړنو او پراختيا د مرکز مشر کتونکى سردار خان سيرت، د افغان د مديرانو د شورا مشر امان الله نصرت، په پېښور کې افغان وکيل التجار ډاکټر ميرويس يقين يوسفزى، د افغان کمشنرۍ استازى فضل ربي، د يو اين ايچ سي آر استازى بشير او دافغان کډوالويو مشرډاکټرشرافت ټاکل شوي وو. د غونډې د دريځ چارې سجاد زاخېلوال او عجب خان باقر په ګډه پرمخ بيولې. د غونډې په درشل کې يو شمېر افغان محصلينو ته د فراغت اسناد او ځينو مېلمنو ته ډالۍ ورکړل شوې. غونډه په دعايه پاى ته ورسېده او غرمنۍ هم ورکړې شوه.