په روزګان کي د دوو پوليسو د وژلو ادعا وسوه

عطاالله محمدي | دسمبر 3rd, 2014


وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي په روزګان ولايت کي ئې د يوې چاودني په پايله کي دوه پوليس وژلي.
طالبان ليکي چي دا چاودنه د چارچينو اولسوالۍ د سياسنګ په سيمه کي د موټر سايکل بم چادوني له امله رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې دوه پوليس وژل سوي.
په دې اړه خپله اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024