کور / شعر / ړوند ماشوم

ړوند ماشوم

د م-الف وفا رالېږنه


زه چي پيدا سوم ما دنيا ليدله 
وه د قدرت د رنګنيو ډكه
غرونه پوښلي به سپينه واوره 
په ګلو پټه وه دا ښكلي مځكه 
د سيند پر غاړه زموږ كلى آباد
هغه د خټو جوړ واړه كورونه
د كلي مينځ كي يوه لويه درخته
چي ځني اخسته هر چا خوندونه
ما به هم تل د ماشومانو سره
دامونه واخستل د غره پر لوري
ناست انتظار كي د مرغانو به وه
چي به ښكاره سي اوس د غره نه پورې
لا را پر زړه دي د خپلوانو څيري
زما د پلار او ښكلي مور مخونه
چي لوبولم بې په غېږ كي مدام
اوس را نه هېر د هغه چا رنګونه
په ډيره مينه به روان مكتب ته
سهار وختي د خپل ملګرو سره
ما هم خوبونه د ډاكټر ليدلو
نن يم تنها د ستمګرو سره
ماښام مي پلار راته ويل بچيه!
سبا سهار به دې زه بوځم ښار ته
د خوشحالۍ را باندې شپه اوږده سوه
چي به ورځم د احمدشاه مزار ته
شپه سوله تېره لمر ښكاره كړلو مخ
دغه د ژوند مي دي ترخه يادونه
زموږ و څنګ ته يو آواز مي تر  غوږ
پر هر طرف باندي سوو تور دودونه
چا په ژړا كي خپل بچيان يادول
د چا سلګۍ مي په غوږو اوريدې
زما د سترګو رڼا وكوچيدل
د پلار خبري مي پر زړه ورېدې
بيا نو په ځان باندي پوه سوى نه يم
د هسپتال په كټ كي وښورېدم
چي مي تر غوږ سو يو ډېر ښكلى آواز
ه مچولو باندي وپوهېدم
مور مي ويل بچيه ! پلار دي مړ سو
ته سرپرست يې اوس د خپل خاندان
خو ته غريب هم څه كولاى نسي
ځكه چي ته يې نن بې سترګو انسان
موږ خو د چا سره بد نه وه كړي
خداى خبر دغه دي د چا كارونه
مورې! زما د پلار قاتل به څوك وې؟
لا به اېږدي پر خوږ سېنو داغونه
د نس دپاره ټوله ورځ پر بازار
ولاړ يم زه د هر دوكان و مخته 
چا ته ماما چا ته كاكا وايم زه
د سوال په نوم د هر انسان و مخ ته 
نن چي د چا و مخ ته لاس ونيسم
هغه پيغور را كى چي وشرميږه
څوك مي پر مخ باندي وهي په چكه
څوك په سختۍ باندي وائ ځه تېريږه
ګناه مي دا وه چي افغان پيدا سوم
زما مشرانو لا پخوا پلورلې 
دغه يوې نوي تحفه زما په نصيب
د غلامۍ په نوم سوم زه ښاغلى
څوك به زما  د لڅ بدن دپاره
يو څه جامي راوړي په مينه،مينه
زه يم بې پلاره او ړوند سوى ماشوم
پاكه به څوك كړي د زخمونو وېنه
وايم د خداى دپاره يو سئ وروڼو!
وشړئ دغه ناولده لېوان
د چا پر داړو چي زموږ وينې ښكاري
نن ځني خلاص كړى دا مظلوم افغانان
نوري كړئ وركي خپل منځي جګړې
يو بل ته لاس وركى په ښه محبت
د خپلو كونډو پر سر لاس را تېر كى
و هر افغان ته ګورئ ډېر په عزت
نن يو روان د بربادۍ پر لوري
كه دغه حال و نو وركېږو به موږ
ښكلى تاريخ د احمدشاه او ميرويس
به رانه نور وړي او ژړيږو به موږ